Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د شکین ولسوالۍ خلک: تر ډېره د ژوند لومړنیو اسانتیاوو ته لاسرسی نه لرو

ښرنه (پژواک، ۴ سلواغه ۱۴۰۳): د پکتيکا د شکین ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي وايي چې د روغتیا، پوهنې، مخابراتو، پاکو او نورو برخو کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

دوی زیاتوي، دا یو لرې پرته او سرحدي ولسوالي ده چې تر ډېره ورته پاملرنه نه کېږي.

په دې اړه د شکين ولسوالۍ د سليمانزو کلي يوه اوسېدونکي اختر جان پژواک ته وويل چې په کلي کې ۱۷۰ کورنی اوسېږي او د ولسوالۍ له مرکز څخه شاوخوا ۱۲ کيلومتره لرې ده خو اوسېدونکي يې د ژوند ډېرو لومړنيو اسانتياوو ته بشپړ لاسرسی نه لري.

هغه وويل: «نه مکتب لرو، نه کلينیک لرو يعنې که يو ناروغ پيدا شي باید د ولسوالۍ مرکز ته یوسو، پاکې اوبه نه لرو، استنادي دېوالونه نه لرو د سېلابونو په وخت کې سخت مشکلات وي.»

د شکین يو بل اوسېدونکي دواجان هم پژواک ته وويل چې دا په حکومتي تشکيل کې نوې رسمي شوې ولسوالۍ ده.

هغه وويل چې په ډېرو سيمو کې خلک د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري او د عمومي خوړ او ويالو له اوبو استفاده کوي.

هغه دغه راز زياته کړه چې په لرې پرتو کليو کې هيڅ ښوونځي نشته او ماشومان یې له زده‌کړو پاتې دي.

دغه راز، د شکين ولسوالۍ يوه بل اوسېدونکي عيد محمد هم وويل چې ډېری کليو کې زده‌کوونکي د متوسطه زده‌کړو لپاره تر لس کيلومتره پلی مزل کوي او نورو سیمو ته د زده‌کړو لپاره ورځي.

هغه غوښتنه وکړه چې د دې ولسوالۍ د پوهنې، روغتیا او سړکونو جوړولو برخې ته دې ځانګړی پام وشي.

د یادې ولسوالۍ یو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې او ټینګار یې وکړ چې حکومت دې دوی ته لږ تر لږه د ژوند لومړنۍ اسانتیاوې برابرې کړي.

بل لورته حکومتي مسوولین بیا یادو خلکو ته د ستونزو د حل ډاډ ورکوي.

په دې اړه د پکتيکا والي ملا عبدالخالق عابد پژواک ته وويل چې څه موده وړاندې ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه ولسوالیو کې ۶۱ رغنیزې پروژې پيل شوې دي.

ده وویل چې په دغه پروژو کې د سړکونو، ښوونځیو، کلینیکونو او د پاکو اوبو سیستمونو جوړول شامل دي.

نوموړي وويل: «موږ په لرو پرتو ولسوالیو کې کارونه شروع کړي او که ځينې له خدمتونو پاتې وي هغو ته به هم ان‌شاءالله خدمتونه وړاندې کړو.»

د یادونې ده، د شکین ترڅنګ د پکتیکا د یو شمېر نورو ولسواليو اوسېدونکو هم ورته شکایتونه کړي او له حکومتي مسوولینو یې د ستونزو د حل غوښتنه کړې ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.