Language

د علي‌رضا اساهي د جنازې مراسم ترسره شول

کابل (پژواک، ۵ سلواغه ۱۴۰۳): د بدني‌ښکلا د نړۍوال اتل علي‌رضا اساهي د جنازې مراسم نن په کابل کې ترسره شول.

دغه مراسم نن (جمعه) د افغانستان د بدني‌ښکلا او فټنس فدراسیون د مسوولینو په شتون کې ترسره شول.

د یادونې ده چې د افغانستان د بدن جوړونې او فټنس فدراسیون پرون (پنج‌شنبه) اعلان وکړ چې علی‌رضا اساهي د ورپېښې ناروغۍ له امله په کابل مړ شوی دی.

د بدني ښکلا د دغه د نړۍوال اتل مړینې پراخ غبرګونونه راپارولي دي او هېوادوالو د هغه مړینه یوه لویه ضایعه بللې ده.