Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ټرمپ: امریکا د ناټو غړي ساتي خو هغوی زموږ ساتنه نه‌کوي

کابل (پژواک، ۵ سلواغه ۱۴۰۳): د امریکا نوی ولسمشر وايي چې هېواد یې د ناټو له غړو ساتنه کوي، خو هغوی د امریکا ساتنه نه‌کوي.

د رویټرز د راپور پر بنسټ، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون (پنج‌شنبه) خبریالانو ته ویلي چې هغه ډاډه نه دی چې امریکا باید د ناټو لپاره پیسې ورکړي.

هغه زیاته کړه: «زه ډاډه نه یم چې باید پيسې ولګوو؛ خو البته باید ورسره مرسته وکړو. موږ یې ساتنه کوو، خو هغوی زموږ ساتنه نه کوي.»

هغه د ناټو د غړو هېوادونو له ناخالصو تولیداتو د دفاعي بودجې د پنځه سلنه زیاتوالي غوښتنه کړې، هغه کچه چې د اوسني دوه سلنه هدف څخه د پام وړ زیاته ده او تر اوسه د متحده ایالاتو په ګډون هېڅ هېواد دغه هدف نه دی پوره کړی.

د یادونې ده چې امریکا د ۳۲ غړو پوځي ایتلاف د کلني لګښت ۱۵.۸ سلنه چې شاوخوا ۳.۵ میلیارد ډالر کېږي، برابروي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.