Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ملګري ملتونه: امریکا د راتلونکي زېږدیز کال په جنوري کې د روغتیا له نړۍوال سازمانه وځي

کابل (پژواک، ۵ سلواغه ۱۴۰۳): ملګري ملتونه وايي چې د امریکا متحده ایالتونه د راتلونکي زېږدیز کال د جنوري په ۲۲مه د روغتیا له نړۍوال سازمانه وځي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روانې اونۍ دوشنبې ورځ د ولسمشر په توګه د لوړې له مراسمو وروسته وویل چې متحده ایالات به د کرونا ویروس او نورور روغتیايي ناورینونو پر مهال د ناسم مدیریت له امله په راتلونکو ۱۲ میاشتو کې د روغتیا له نړۍوال سازمانه ووځي.

د رویټرز د راپور له مخې، د ملګرو ملتونو مرستیال ویاند فرحان حق پرون ویلي: «تاییدوم چې د روغتیا له نړۍوال سازمانه د امریکا د وتلو لیک مو ترلاسه کړی. دغه لیک د ۲۰۲۵ کال د جنوري په ۲۲مه لیکل شوی، یعنې د ۲۰۲۶ کال د جنوري په ۲۲مه به اجرایي بڼه غوره کړي.»

د راپور له مخې، د روغتیا نړۍوال سازمان د څو داخلي او بهرنیو کارپوهانو په وینا، له دغه سازمانه د امریکا وتل ښايي د یاد سازمان بېلابېل، په ځانګړې توګه له نري رنځ، د ساري ناروغیو او دغه راز د ایډز له ناروغیو سره د مبارزې پرواګرامونه له ګواښ سره مخ کړي.

د یادونې ده چې د روغتیا نړۍوال سازمان د ډونالډ ټرمپ دغه پرېکړه خواشینوونکې بللې ده.

د روغتیا نړۍوال سازمان زیاته کړې چې له څه باندې اوو لسیزو راهیسې یې له متحده ایالاتو سره په ګډه د بې‌شمېره خلکو ژوند ژغورلی او د روغتیايي ګواښونو پر وړاندې یې د امریکایانو او ټولو خلکو ساتنه کړې ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.