Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د رفیع‌الله په نوم یو ۷۰ کلن سپین‌ږیری د غزني پوهنتون د ژبو او ادبیاتو له پوهنځي فارغ شو

غزني‌ښار (پژواک، ۶ سلواغه ۱۴۰۳): د غزني پوهنتون د ژبو او ادبیاتو له پوهنځي فارغ شوی ۷۰ کلن رفیع‌الله وايي چې له زده‌کړو سره یې ډېره مېنه وه نو ځکه یې هره ورځ تر پوهنتونه پر بایسکل شاوخوا ۱۵ کیلومتره مزل کاوه.

رفیع‌الله درې ورځې مخکې د غزني پوهنتون د ژبو او ادبیاتو له پوهنځي فارغ شوی دی.

هغه پژواک ته په ځانګړې مرکه کې وویل چې له زده‌کړو سره یې ډېره لېوالتیا درلوده نو ځکه یې هره ورځ پر بایسکل تر پوهنتونه شاوخوا ۱۵ کیلومتره مزل کاوه.

د هغه د معلوماتو له مخې، په ۱۳۳۴ کال کې زېږدلی، په اووه کلنۍ کې د غزني په مرکز کې د حکیم سنایي ښوونځي ته شامل او په ۱۳۵۶ کې فارغ شوی دی.

دی وايي: «هغه مهال د کانکور ازموینې له لارې د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي ته بریالی شوم خو له یو کال درس ویلو وروسته په هېواد کې د سیاسي اوضاع ګډوډېدو له امله له درس ویلو پاتې شوم او خپله سیمه کې په روزګار اخته شوم.»

نوموړی وايي، له ۱۳۸۱ کال راهیسې د غزني د مرکز شاليز سیمې د نجونو یوه ښوونځي ښوونکی دی.

ده وویل چې د دندې ترڅنګ په ۱۳۹۷ کال کې د غزني پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د شپې څانګه کې یې خپلې زده‌کړې پيل کړې او درې ورځې مخکې په ښه درجه فارغ شو.

دی وایي: «پوهنتون ویلو پر مهال له زیاتو ستونزو سره مخ وم، د ښوونکي ټوله تنخوا اته زره افغانۍ وي او بیا د ګټي وټې کس مې هم نه درلود، د ناچارۍ له امله اړ شوم خپل یوازېنی ۱۶ کلن زوی ایران ته ولېږم خو هغه هم له دوو کلونو مسافرۍ وروسته بېرته راستون شو.»

د نوموړي په خبره، ۲۵ کاله یې اولاد نه درلود خو له دویم واده وروسته یې اوس شپږ اولادونه دي.

دی وايي: «ټولګیوالو به ټوکې راسره کولې، ویل به یې چې ته کله له پوهنتونه فارغ شې نو مړ کېږې خو ما دا ارمان درلود چې کاش پوهنتون کې زما همځولي هم وای چې شوخي مې ورسره کړې وای.»

رفیع‌الله له ټولو هېوادوالو وغوښتل چې زده‌کړې وکړي؛ ځکه په خبره یې، له تعلیم پرته پرمختک ناشونی دی.

ورته مهال، د غزني پوهنتون د مطبوعاتو مسوول سمیع‌الله ساحل پژواک ته وویل، د رفیع‌الله په څېر د هر عمر کسان چې وغواړي زده‌کړې وکړي دوی ورته زمینه برابروي.

هغه زیاته کړه چې د زده‌کړو لپاره هيڅ وخت ناوخته نه وي.

د یادونې ده، په هېواد کې پرله‌پسې څلورو لسیزو جګړو د رفیع‌الله په څېر ډېر کسان له زده‌کړو بې‌برخې کړي ډي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.