Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

سرپل کې ورزشکاران: د امکاناتو نشتوالي زموږ د پرمختګ مخه نیولې ده

سرپل (پژواک، ۶ سلواغه ۱۴۰۳): سرپل کې یو شمېر ورزشکاران د ورزش معیاري میدانونو، مناسبو تجهیزاتو او مالي ملاتړ له نشتوالي شکایت کوي او د هېواد د بدني روزنې او ورزش له ریاسته غواړي چې د دغو ستونزو هواري لپاره اقدام وکړي.

یادو ورزشکارانو د هېواد د المپیک، بدني روزنې او ورزش له عمومي رییس مولوي احمدالله وثیق سره په لیدنه کې خپلې ستونزې شریکې کړې او غوښته یې کړې چې دې برخې ته دې پاملرنه وشي؛ د هېواد د ورزش رییس هم ژمنه ورسره کړې چې د سرپل د ورزشکارانو ستونزو، په ځانګړې توګه د امکاناتو برابرولو او ورزشي ځمکو برخو ته به رسېدنه وشي.

د سرپل د والیبال فدراسیون مسوول بهاوالدین بها وویل: «موږ د ورزشي میدان، توپ، لباس او ترانسپورټي لګښتونو نشتوالي له امله ځورېږو؛ سره له دې چې په دغه ولایت کې یو سرپټ جمنازیوم جوړ شوی خو ښاروالۍ هغه په اجاره ورکړی او موږ یې د لګښتونو ورکولو وړتیا نه لرو.»

نوموړي وویل، دا چې د مناسبو امکاناتو نشتوالي له امله پر غیرمعیاري او خاورینو ځمکو سیالۍ ترسره کوي، د هېواد د بدني روزنې او ورزش له ریاسته یې وغوښتل چې ستونزو ته یې رسېدنه وکړي.

د رزمي ورزشونو مسوول محمود احمدي هم د امکاناتو کمښت ته اشاره وکړه ویې ویل: «سرپل کې رزمي ورزشونه تازه پیل شوي خو د بدني روزنې ریاست له خوا ورته هیڅ تجهیزات نه دي برابر شوي او موږ ورزشي لباسونو او رینګ ته اړتیا لرو څو سیالۍ په اسټنډرډه توګه ترسره کړو.»

بلخوا، د سرپل د ورزش او بدني روزنې امر عبدالحق فیضي وویل، سرپټی جمنازیوم او شاوخوا ځمکې یې چې د ښاروالۍ اړوند دي، باید د ورزشکارانو په واک کې ورکړل شي.

نوموړي وویل چې ټول فدراسیونونه د ځمکې او میدانونو د نشتوالي له ستونزې سره مخ دي؛ یو جمنازیوم شته خو هغه هم د ورزشکارانو په واک کې نه دی او په کرایه ورکړل شوی چې ورزشکاران یې د کرایې ورکولو توان نه‌‌لري.

هغه دغه‌راز زیاته کړه: «ورزش د دغه ولایت په ولسوالیو کې د پام وړ پرمختګ کړی؛ په سانچارک ولسوالۍ کې د ورزش مدیریت جوړېدل یوه جدي اړتیا ده؛ ځکه که په سانچارک ولسوالۍ کې یو مدیریت جوړ شي، د کوهستانات، بلخاب، ګوسفندي، سوزمه‌قلعه، الفتح او البدر ولسوالیو ورزشکارانو ستونزې هم هواریږي.»

د هېواد د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رییس مولوي احمدالله وثیق یادو ستونزو ته په ځواب کې وايي، هر هغه څه چې د هېواد د ورزش ادارې په وس کې وي، د سرپل ورزشکارانو ته برابریږي.

نوموړي د سرپل ورزشکارانو ته وویل: «موږ هڅه کوو څو ستاسو ستونزو ته رسېدنه وکړو او د دغه ولایت ورزشي ویاړونه پیاوړي کړو او خوښ یو چې په دغه ولایت کې د بېلابېلو فدراسیونونو ورزشکاران لویې لاسته راوړنې درلودې او لري یې.»

هغه ټینګار وکړ چې ورزشکاران باید د اسلامي ټولنې ښه استازي او هر یو یې د یوه مسلمان ورزشکار په توګه په خپل چلند او لاسته‌راوړنو نورو لپاره ښه الګو  و اوسي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.