کابل (پژواک، ۷ سلواغه ۱۴۰۳): د کور او ښار جوړولو وزارت وايي چې د اسلامي امارت د مشرتابه د حکم پر بنسټ، د کابل ښار په ۵۷ ځایونو کې جوماتونه جوړیږي.
یاد وزارت نن پر خپله اېکسپاڼه لیکلي: «د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله له حکم سره سم، ټاکل شوې په کابل ښار کې لسګونه مسجدونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.»
سرچینې زیاته کړې، د دغه حکم پلي کېدو لپاره د حج او اوقافو وزارت، امر بالمعروف او نهي عنالمنکر وزارت، د کابل ښاروالۍ ریاست او د کور او ښار جوړولو وزارت یوه ګډه تخنیکي کمېته جوړه شوې چې د یادو جوماتونو جوړولو لپاره په کابل ښار کې ځایونه په نښه کړي.
د ښار او کور جوړولو وزارت تخنیکي سلاکار انجنیر محمدیاسین هوتک وایي، دوی په کابل ښار کې ۹۹ ساحې په نښه کړې چې له ډلې یې د اړتیا له مخې، د اوسمهال لپاره په ۵۷ ځایونو کې جوماتونه جوړېږي.
هوتک زیاتوي، دوی د کابل ښار په ۲۲ ناحیو کې وګرځېدل او هغه ځایونه یې په نښه کړل چې اړتیا وه جوماتونه په کې جوړ شي.
د ښار او کور جوړولو وزارت د ښاري چارو معینیت د یادو ساحو کروکي اخلي، سروې کوي یې او سکېچ ورته جوړوي چې بیا د مسکن، ودانیزو چارو او د برنامو معینیت ورته د حج او اوقافو وزارت د فرمایش له ترلاسه کولو وروسته منظمې نقشې جوړوي.
نوموړی وایي، د نقشو له جوړېدو وروسته به یې تدارکاتي پړاوونه ترسره کېږی او بیا به پروژې تطبیق ته ولاړې شي چې د تطبیق له چارو به یې د ښار او کور جوړولو وزارت څارنه کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP