مزارشریف (پژواک، ۷ سلواغه ۱۴۰۳): د بلخ د بدني روزنې او ورزش ریاست وایي چې د دغه ولایت د غرختونکو فدراسیون ۱۴کسیزې ډلې وکولای شول د سیفالدین غره تر ټولو لوړه څوکه فتحه کړي.
د بلخ د بدني روزنې او ورزش ریاست له خوا خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د بلخ غرختونکو فدراسیون ۱۴کسیزه ډله د دغه ولایت د مارمل ولسوالۍ د سیفالدین غره ۳۰۶۶ متره لوړې څوکې ته وختل.
خبرپاڼه زیاتوي چې دغه یوه ورځنۍ غرختنه او فزیکي تمرینات ملي لوبو ته چې په کابل کې به ترسره شي، د ورزشکارانو د چمتووالي په موخه ترسره شول.
د خپرپاڼې د معلوماتو له مخې، سیفالدین د بلخ د مارمل ولسوالۍ هغه غر دی چې د دغه ولایت له مرکز مزارشریف ښاره ۳۱ کیلومتره لرې موقعیت لري او د زرغنو ځنګلونو او ښکلې هوا په درلودو شهرت لري.
د یادونې ده، له دې مخکې هم د دغه ولایت د غرختونکو فدراسیون نههکسیزې ډلې د مارمل ولسوالۍ د عليباتور غره ۲۲۵۰ متره لوړه څوکه فتحه کړې وه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP