مهترلام (پژواک، ۷ سلواغه ۱۴۰۳) د نورستان سیمهییز مسوولین وایي، د دغه ولایت په مرکز او څلورو ولسوالیو کې د نهه میلیونه افغانیو په لګښت ۲۵۰ شنې خونې جوړې او نن ګتې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د نورستان د والي ویاند فریدون صمیم نن پژواک خبري اژانس ته وویل، د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو نړۍوال پروګرام په مالي ملاتړ د دغه ولایت د مرکز په ګډون په کامدېش، برګمټال، منډول او دواب ولسوالیو کې د نهه میلیونه افغانیو په لګښت ۲۵۰ بابه شنې خونې جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د هغه په خبره، یادې شنې خونې کروندګرو ته په واک کې ورکول شوي چې له دې وروسته به د کال په هر موسم کې ورڅخه د بېلابېل ډوله کښتونو لپاره ګټه اخلي.
ورته مهال، دغه ولایت کې هغه کروندګر چې دغه شنې خونې په واک کې ورکړل شوې خوښ دي او زیاتوي چې د کرنې په برخه کې لا ډېرې همکارۍ ته اړتیا لري.
د یادونې وړ ده چې نورستان ولایت له نورو ولایتونو سره په توپیر په کمه اندازه کرنیزه ځمکه لري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP