Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

مولوي عبدالکبیر: د ګاونډ پر ضد وسله‌والو ته ځای ورکول د ا.ا پالیسې نه ده

کابل (پژواک، ۷ سلواغه ۱۴۰۳): د کډوالو چارو وزارت سرپرست وایي، د ګاونډ پر ضد وسله‌والو ته ځای ورکول د اسلامي امارت پالیسې نه ده، بلکې افغان حکومت تعامل او همکاریو ته لومړیتوب ورکوي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، د دغه وزارت سرپرست مولوي عبدالکبیر په خوست ولایت کې د ځدراڼ، تڼي، ګربز، صبري، بکرخیل، تریزیي، توراوبه،هارون‌خیل، قدم، لنډر، صدک، ذکرخیل وزېر، خرڅین، لګڼ، شمل او متون له ګڼ شمېر علماو او قومي مخورو سره په ناسته کې ګډون وکړ.

سرچینې ویلي، په دغه ناسته کې د خوست علماوو او قومي مخورو حکومت ته د همکارۍ او مرستۍ ډاډ ورکړی او همدارنګه د خوست شیخ زاید پوهنتون د ودې او پراختیا په هکله یې اسلامي امارت ته وړاندیزونه هم کړي.

دغه وزارت لیکلي، مولوي عبدالکبیر په یاده ناسته کې له حکومت سره د همکارۍ له امله د خوست د قومي مشرانو او علماوو ستاینه کړې او ویلي دي: « د اسلامي نظام په راتګ کې ټول ولس او قومونه ونډه لري.»

د کډوالو چارو وزارت سرپرست زیاته کړې، یو شمېر هېوادونو د حقایقو په درک سره دا مهال له اسلامي امارت سره ښې اړیکې لري.

مولوي عبدالکبیر ویلي، د ګاونډ پر ضد وسله‌والو ته ځای ورکول د اسلامي امارت پالیسي نه ده، بلکې افغان حکومت تعامل او همکاریو ته لومړیتوب ورکوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.