Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د اروزګان د یو شمېر سیمو خلک لا هم مخابراتي خدمتونو ته بشپړ لاسرسی نه ‌لري

ترینکوټ (پژواک، ۷ سلواغه ۱۴۰۳): د اروزګان د مرکز او ولسوالیو د یو شمېر سیمو اوسېدونکي شکایت کوي چې لا هم مخابراتي خدمتونو ته په بشپړه توګه لاسرسی نه ‌لري او زیاتوي چې له امله یې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د اروزګان د مرکز ترینکوټ ښار او یو شمېر لرو پرتو ولسوالیو اوسېدونکي وايي، په سیمو کې یې لا هم مخابراتي خدمات نشته او غوښتنه کوي چې حکومت او مخابراتي شبکې یې باید ستونزو ته رسېدنه وکړي.

دوی وایي، د یوې ټیلېفوني اړیکې لپاره اړ دي له خپلې سیمې بلې ته ولاړ شي.

د چنارتو ولسوالۍ د چنار سیمې یوه اوسېدونکي عبدالباري وویل، په سیمه کې یې هيڅ ډول مخابراتي اسانتیاوې نشته.

هغه زیاته کړه: «د ټیلېفون زنګ وهلو لپاره د ولسوالۍ بازار سره نږدې سیمې ته راځم، نیم ساعت مزل کوم، تر دې ځایه.»

د  نوموړي په خبره، د همدې ستونزې د حل لپاره تېره پنجشنبه لسګونه کلیوال ولایت مقام ته ولاړو او له مسوولینو مو په دې برخه کې د پاملرنې غوښتنه وکړه.

دغه راز، د ګېزاب ولسوالۍ د ګمرک سیمې اوسېدونکي علي رضا وویل، د مخابراتي خدمتونو نشتوالي دوی له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

هغه زیاته کړه: «د کورنۍ یو شمېر غړي مو له هېواده بهر دي، کله چې د هغوی احوال اخلم نو د ټيلېفون ځای ته راځم.»

ورته مهال، د چارچینو او خاص اروزګان په ګډون د ترینکوټ ښار د لرو پرتو سیمو خلک هم ورته ستونزې لري او شکایت کوي چې له تېرو دوو لسیزو راهیسې یې چا دې ستونزې ته پاملرنه نه ده ‌کړې.

د ترینکوټ ښار اړوند د چنارک سیمې یوه اوسېدونکي اخترمحمد وویل، مسوولین باید د مخابراتي ستونزو د حل برخه کې له دوی سره همکاري وکړي.

په همدې حال کې د دغه ولایت د والي ویاند حافظ سمیع‌الله عکرمه پژواک خبري اژانس ته وویل، په مرکز ترینکوټ او یو شمېر ولسوالیو کې خلک رښتیا هم مخابراتي خدمتونو ته لاسرسی نه ‌لري.

هغه زیاته کړه، د دغه ولایت ولسونو هم له ولایت مقام سره دغه ستونزې شریکې کړې او هڅه کېږي چې رسېدنه ورته وشي.

نوموړي وویل: «ولایتي اداره به د مخابراتو له ریاست سره په ګډه دې ستونزې ته رسېدنه وکړي.»

اروزګان چې د هېواد په سوېل کې پروت ولایت دی، خلک یې له تېرو دوو لسیزو راهیسې د روغتیا، کرنې، پوهنې، بیارغونې او  مخابراتي خدمتو برخو کې له ستونزو سره مخ دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.