Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د لغمان د دولت‌شاه ولسوالۍ خلک وايي، د فرشغان پر سیند دې پل ورته جوړ شي

مهترلام (پژواک، ۶ سلواغه ۱۴۰۳): د لغمان د دولت‌شاه ولسوالۍ د فرشغان درې اوسېدونکي شکایت کوي چې د فرشغان پر سیند د پله نشتوالي له امله په تګ راتګ کې له سختو ستونزو سره مخ وي او له حکومته غواړي چې پل ورته جوړ کړي.

 د دولت‌شاه ولسوالۍ د فرشغان درې د کارک سیمې اوسېدونکي او قومي مشر مولوي سرورالدین فروتن پژواک خبري اژانس ته وویل، فرشغان سیند کې د اوبو ډېروالي له امله د یادې درې اوسېدونکي نه شي کولا د ولایت مرکز مهترلام ته په اسانۍ تګ راتګ وکړي.

هغه زیاته کړه، په سیمه کې یې هیڅ پل نشته او د فرشغان له سینده د اوښتو پر مهال له ګڼو ستونزو سره مخ وي.

د نوموړي په خبره: «موږ د فرشغان اوسېدونکو په وار وار خپلې ستونزې او غوښتنې د وخت مسوولینو ته وړاندې کړې، خو تر دې مهاله مو هیچا پوښتنه نه ‌ده‌ کړې، موږ یو ځل بیا د اوسني نظام پر چارواکو غږ کوو چې زموږ شته ستونزو ته ژره رسېدنه وکړي، موږ پل نه لرو، له ډېرو ستونزو سره مخ یو.»

دغه راز، د یادې درې د نیل‌خان سیمې قومي مشر قوماندان دادي‌خان شهرت وویل چې دوی په‌ خپله سیمه کې له هر ډول پرمختیایي پروژو بې‌برخې دي او له حکومته غوښتنه کوي چې سیمې ته یې دې ځانګړې پاملرنه وکړي.

هغه زیاته کړه: «موږ د قومي تړون له مخې هر کال د فرشغان پر سیند څلورو برخو کې د لرګیو پلونه جوړوو، خو د اوبو راډېرېدو پر وخت ټول تخریب او له منځه ځي، په همدې اساس له اړوندو ادارو مو غوښتنه ده چې په یادو ساحو کې موږ ته په اساسي بڼه پلونه جوړ کړي.»

 ورته مهال، سیمه‌ییز مسوولین د فرشغان درې د اوسېدونکو ستونزې مني او ډاډ ورکوي چې په نږدې راتلونکې کې به په یاده دره کې بېلابېلې پروژې پلې کړي.

د دغه ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې رییس مولوي محمدظاهر زرکمر وویل، دوی د دولت‌شاه ولسوالۍ اړوند فرشغان درې د اوسېدونکو یاده ستونزه له ولایتي ادارې او وزارت سره په مکتوبي بڼه شریکه کړې او هیله لري چې په نږدې راتلونکي کې به په ورته پروژې منظور او چارې به یې پیل شي.

 د هغه په وینا: «موږ هڅه کوو چې نړۍوال موسسات قانع کړو، څو د لغمان د مرکز مهترلام په ګډون په پنځه‌ګونو ولسوالیو کې د پراختیایي پروژو چارې پیل شي.»

د معلوماتو له ‌مخې، د دولت‌شاه ولسوالۍ فرشغان دره چې له مرکز مهترلام سره ۹۰ کیلومتره فاصله لري، د ګمنډوک، پایتک، چاشدر، کاریک، منجغان او نیل‌خان درو څخه جوړه ده او شاوخوا ۲۰ زره کورنۍ ژوند په کې کوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.