Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د احصایې ملي اداره: څلورو نورو ولایتونو کې به هم د اسان خدمت مرکزونه پرانیستل شي

کابل (پژواک، ۸ سلواغه ۱۴۰۳): د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویاند په کابل کې د اسان خدمت خدمتونو پراختیا لپاره د یوه لوی کمپلېکس جوړېدو خبره کوي او وایي چې په نږدې راتلونکي کې به په څلورو نورو ولایتونو کې هم د اسان خدمت مرکزونه پرانیستل شي.

د مسوولینو په خبره، «اسان خدمت» پروګرام په لومړي ځل په ۱۳۹۴ کال کې د مخابراتو وزارت له خوا فعالیت پیل کړ خو په ۱۳۹۹ کال کې د احصایې او معلوماتو ملې ادارې اړوند شو.

د یادونې ده، یو شمېر خلک د اسان خدمت له خدماتو خوښ دي او د دغو خدماتو د پراختیا غوښتنه کوي.

د اسان خدمت خدمتونه پراخېږي

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویاند محمدحلیم رافع پژواک خبري اژانس ته وویل، اوسمهال د اسان خدمت څلور مرکزونه په کابل، یو په کندهار او یو په خوست کې فعالیت لري چې له لارې یې د نوو برېښايي پېژند‌باڼو اخیستو، له وېش وروسته خدمات (د برېښنايي پېژپاڼې تعدیل) د زېږېدنې کارت او د مړینې سند اخیستو او کنسولي خدمات ترسره کېږي.

هغه وویل، کابل ښار کې د ورځې په منځني ډول دوه زره کسان د اسان خدمت مرکزونو ته مراجعه کوي.

هغه د اسان خدمت خدماتو پر پراختیا ټینګار کوي او وایي، دې موخې ته د رسېدو لپاره په پام کې ده په کابل کې یو لوی کمپلېکس جوړ شي.

نوموړي د دغه کمپلېکس په اړه د جزئیاتو له ورکولو پرته وویل چې د کمپلېکس په جوړېدو سره به د پاسپورټ، نکاح خط، تحصیلي اسنادو او موټر چلولو جوازونو خدمات هم له دې لارې وړاندې کېږي.

هغه وایي: «د اسان خدمت خدمات چټک او ژر کېدونکي دي، له نورو ادارو سره یې توپیر دا دی چې په دغه مرکزونو کې لګښت یو څه ډېر دی، خو کار یې چټک او تر یوه چتر لاندې ترسره کېږي.»

هغه د بېلګې په ډول وویل: «د برېښنایي پېژندپاڼو بیه نورو مرکزونو کې په ۵۰۰ افغانۍ ده، خو د اسان خدمت په مرکزونو کې په ۷۰۰ افغانۍ ده، په نورو مرکزونو کې د زېږېدو کارت په ۲۰۰ دی خو د اسان خدمت په مرکزونو کې په ۴۰۰ افغانۍ دی، په نورو مرکزونو کې مثنی پېژندپاڼه په ۱۰۰۰ افغانۍ ده خو د اسان خدمت په مرکزونو کې په ۱۲۰۰ افغانۍ ده او د مړینې سند په نورو مرکزونو کې ۲۰۰ افغانۍ دی خو د اسان خدمت په مرکزونو کې په ۴۰۰ افغانۍ دي.»

هغه وویل، یاد خدمتونه چې د خلکو غوښتنو ته په پام وړاندې کېږي، ښايي په عادي ادارو کې یو سند څو ورځې وخت ونیسي، خو د اسان خدمت په مرکزونو کې دغه چاره په یوه ورځ کې ترسره کېږي.

هغه زیاته کړه: «په نږدې راتلونکي کې په ننګرهار، هلمند، بلخ او هرات ولایتونو کې د اسان خدمت مرکزونه پرانیزو، الکترونیکي وسایل یې چمتو دي، کارکوونکي هم ګومارل شوي او یوازې پرانیستل یې پاتې دي.»

هغه زیاته کړه چې په یادو څلورو ولایتونو کې د اسان خدمت د مرکزونو پرانیستلو ترڅنګ پلان لري چې دې ته ورته مرکزونه په غزني، کندوز او ځینو نورو ولایتونو کې چې تقاضا ډېره وي، هم جوړ کړي.

رافع وویل، د یادو مرکزونو یوه ښه ځانګړنه دا ده چې د هر ولایت اوسېدونکي کولای شي د پېژندپاڼې او نورو خدمتونو ترلاسه کولو لپاره په ټول هېواد کې د اسان خدمت هر مرکز ته مراجعه وکړي.

دغه‌راز، د کابل ښار په باغ بالا سیمه کې د اسان خدمت مرکز عمومي مدیر ذبیح‌الله صافي وویل چې یاد مرکزونه څلور ډوله اصلي خدمتونه وړاندې کوي.

هغه څرګنده کړه چې لومړي د متقاضیانو سندونه چک کېږي، وروسته یې هویت تاییدیږي او په بل پړاو کې د بایومتریک چارې ترسره کیږي، وروسته د تعرفې لګښت په مرکز کې د شته خصوصي بانک د یوې نماینده‌ګۍ له لارې تحویل کیږي او وروسته سند تاییدیږي او د چاپ او وېش لپاره لېږل کیږي.

هغه زیاته کړه چې په یاد مرکز کې ۴۲ کسان پر کار بخت دي او کاري ساعتونه یې د سهار له ۸:۳۰ نه د مازدیګر تر ۳:۳۰ پورې دي.

ځینې خلک د اسان خدمت مرکزونو د ډېرېدو غوښتنه کوي.

د اسان خدمت مرکز ته تللی بختیار احمد مموزي پژواک ته وویل: «تېره ورځ د پېژندپاڼې اخیستو لپاره راغلم او ټول مراحل مې ترسره کړل، نن مې خپله الکترونیکي پېژندپاڼه ترلاسه کړه.»

هغه له اسلامي امارت څخه وعوښتل چې لا ډېرې نماینده‌ګۍ جوړې کړي او دغه‌راز په عادي ادارو کې بدلونونه رامنځته شي څو خلک وکولای شي خپلې ستونزې په اسانۍ حل کړي.

ورته مهال، محمداصف چې له خوست څخه کابل ته راغلی و، ویې ویل: «په پېژندپاڼه کې مې د نوم د تېروتنې اصلاح لپاره دغه مرکز ته مراجعه وکړه. پرون مې غوښتنلیک ورکړ او نن مې خپله پېژندپاڼه ترلاسه کړه.»

هغه له دې چې کار یې په ۲۴ ساعتونو کې پای ته ورسېد، خوښي څرګندوي او په کابل او نورو ولایتونو کې د اسان خدمت مرکزونو ډېرېدو غوښتنه کوي.

له کونړ ولایت څخه صفي‌الله هم وویل چې د زېږېدو کارت ترلاسه کولو لپاره یاد مرکز ته راغلی او په خپل ولایت کې هم د ورته مرکزونو جوړېدو غوښتونکی شو.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.