Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غزني کې د ګازنیونې له امله دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی

غزني‌ښار (پژواک، ۸ سلواغه ۱۴۰۳): د غزني امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په مرکز کې د ګازنیونې له امله د یوې ښځې په ګډون دوه کسان مړه شوي دي.

د غزني امنیې قوماندانۍ ویاند ابوخالد سرحدي پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېره شپه د غزني ښار پنځمې امنیتي حوزې اړوند د مهاجرینو ښارګوټي په یوه کور کې د ډبرو سکرو بخارۍ د ګاز له امله د یوې ښځې په ګډون دوه کسان مسموم او مړه شوي دي.

هغه زیاته کړه چې امنیتي ځواکونه د پېښې ځای ته ورغلي او معلومه شوې چې پېښه د بې‌احتیاطۍ له امله شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده مخکې هم د غزني ښار په غیب قلندر سیمه کې د ورته یوې پېښې له امله د یوې کورنۍ څلور غړي مړه شوي وو.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.