Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د حج او اوقافو وزارت سرپرست د افغان حاجیانو د سهمیې ډېرېدو غوښتنه وکړه

کابل (پژواک، ۹ سلواغې ۱۴۰۳): د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست په کابل کې د سعودي عربستان له سفیر سره په ليدنه کې له هغه غوښتي چې په راتلونکي کې د افغانستان لپاره د حاجیانو سهمیه ډېره او د عمرې ادا کولو برخه کې لا نورې اسانتیاوې برابرې کړي.

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست ‎دکتور نورمحمد ثاقب په کابل کې د سعودي عربستان ‎له سفیر فیصل بن طلق البقمي سره وکتل.

خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کتنه کې د دواړو اسلامي هېوادونو ترمنځ په بېلابیلو برخو کې د اړیکو پء پیاوړتیا او د راتلونکي ۱۴۴۶ هـ ق کال د حج پروسې د اسانتیاوو په موخه هر اړخیزې خبرې وشوې.

ثاقت ویلي، سعودي عربستان د اسلامي نړۍ د یووالي او د مسلمانانو د راټولېدو مهم ادرس دی او د نورو اسلامي هېوادونو تر څنګ یې له افغانستان سره په مختلفو برخو کې مرسته او همکاري کړې ده، په ځانګړي ډول د حج او عمرې په برخه کې هغه اسانتیاوې چې دوی یی د حاجیانو او معتمرینو  لپاره برابروي.

هغه غوښتنه کړې په راتلونکي کې د افغانستان لپاره د حاجیانو سهمیه زیاته کړي، د عمرې په چارو کې لا نورې اسانتیاوې رامنځته کړي او په سعودي عربستان کې د افغانستان هغه اوقافي ځمکې چې د حرم شریف په پراخوالي کې داخلي شوې دي په عوض کې حرم شریف ته نږدې بدیل ځمکه یا ودانۍ ورکړي.

یاد وزارت لیکلي، په کابل کې د سعودي عربستان سفیر البقمي هم د افغانستان د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د غوښتنو او وړاندیزونو د عملي کولو په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

هغه ویلي، هېواد یې له اسلامي امارت سره  ښې او مثبتې اړیکې غواړي او په راتلونکي کې به د دغو اړیکو د پیاوړیتا لپاره  په ګډه کار وکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.