Language

بلخ کې روان کال د ترافیکي پېښو له امله ۳۰۰ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده
ارشیف

مزارشریف (پژواک، ۹ سلواغه ۱۴۰۳): د بلخ د ترافیکو مدیریت مسوولین وایي چې د روان کال لومړیو لسو میاشتو کې په دغه ولایت کې ۱۲۴ ترافیکي پېښې شوې چې له امله یې ۳۰۰ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د بلخ د ترافیکو مدیر عبدالقیوم مبارز پژواک خبري اژانس ته وویل، د روان ۱۴۰۳ کال لومړیو لسو میاشتو کې د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې ۱۲۴ ترافیکي پېښې شوې چې له امله یې ۱۲۳ کسان مړه او ۱۷۷ نور ټپیان شوي دي.

په همدې حال کې، د بلخ ولایت د لویو لارو ساتنې او امنیتي کنډک قوماندان ګلاب‌اغا وايي چې له تېرې یوې میاشتې راهیسې یې پر لویو لارو د موټرو د سرعت د کنترول په موخه ۱۵ چک‌پاینټونه جوړ کړي چې ورسره د ترافیکي پېښو کچه کمه شوې ده.

هغه وایي، «له تېرې یوې میاشتې راهیسې ترافیکي پېښې کمې شوې؛ پخوا به هره ورځ دوه او درې ترافیکي پېښې کېدې، د مزارشریف - شبرغان او مزارشریف - حیرتان لویو لارو کې موږ چک‌پاینټونه فعال کړي چې په تېره یوه میاشت کې موږ درې ترافیکي پېښې لرو او تر پخوا څو برابره کمې دي.»

هغه دغه راز خلکو ته پر لویو لارو د پوره امنیت ډاډ ورکوي او له موټرچلوونکو غواړي چې ترافیکي اصول مراعات کړي څو د پېښو کچه نوره هم ټیټه شي.

بلخوا، د لویو لارو په چک‌پاینټونو کې پر دندو بوخت پولیس وايي، د موټرو د سرعت کنټرول ترڅنګ موټرچلوونکو ته سپارښتنې هم کوي څو د تګ راتګ پر مهال له پوره احتیاطه کار واخلي.

د خیال زمان په نوم یو پولیس وایي: «د خلکو امنیت لپاره موږ شپه او ورځ ولاړ یو او له موټرچلوونکو د لارو په اوږدو کې د هغوی د ستونزو په تړاو پوښتنې کوو او هغوی هم خوښ دي او وایي چې هيڅ ډول ستونزې نه لري.»

ورته مهال، د مزارشریف - شبرغان لویې لارې موټرچلوونکي د بلخ امنیې قوماندانۍ له دغه اقدامه هرکلی کوي او د ترافیکي پېښو مخنیوي او مسافرو د لا خونديتوب لپاره یې مهم بولي.

موټرچلوونکی محمدرسول په دې اړه وایي: «زه له جوزجانه مزارشریف ښار ته راغلم، دوه درې ځایه چک‌پاینټونه موجود وو او له خلکو سره ښه چلند او لارښوونې ورته کوي، موږ د اسلامي امارت له دغه اقدامه ډېر خوشاله یو؛ ځکه دا د پېښو په مخنیوي کې ډېر مهم دي.»

د یادونې ده، تېره اونۍ هم د مزارشریف - حیرتان پر لویه لار (کمپ سخي) سیمه کې د دوو موټرو ټکر له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون اوو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

Related Topics