کابل (پژواک، ۹ سلواغې ۱۴۰۳): د افغانستان بانک سبا (چهارشنبه، د سلواغې ۱۰مه) د داوطلبۍ له لارې ۲۷ میلیون امریکايي ډالر لیلاموي.
یاد بانک پر اېکسپاڼه پر شرایطو له برابرو سوداګریزو بانکونو، صرافیو او پولي خدمتونو له شرکتونو غوښتي څو په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي.
سرچینې زیاته کړې، د داوطلبۍ ګټونکي اړ دي څو خپل حسابونه د لیلام ورځې تر پایه تصفیه کړي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کېږي، د داوطلبۍ ګټونکي اړ دي چې د خپل ذمت د قیمت پیسې په یو ځل، په نغدي ډول او په ټاکلې موده کې د افغانستان بانک ته وسپاري.
دوې ورځې مخکې هم د افغانستان بانک ۲۵ میلیون ډالر لیلام کړي وو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP