Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غزني کې ۲۵ ټُنه تاريخ تېر خوراکي او غیرخوراکي توکي وسوځول شول

غزني‌ښار (پژواک، ۹ سلواغه ۱۴۰۳): د غزني ښاروالي وایي، ۲۵ ټُنه تاريخ تېر خوراکي او غیرخوراکي توکي چې په تېرو درېیو میاشتو کې یې د دغه ولایت په مرکز کې له یو شمېر هټيو را ټول کړي وو، وسوځول.

د غزني ښاروالۍ د مارکېټونو د تنظیم مدیر ضیاالرحمن رشیدي پژواک ته وویل، په تېرو درېيو میاشتو کې یې ۲۵ ټُنه تارېخ تېر خوراکي او غیرخوراکي توکي راټول کړي چې نن د یوې ګډې کمېټې او رسنیو پر وړاندې وسوځول شول.

هغه وویل: «یادو توکو کې روب، د لوښو مينځلو مواد، دوا، بسکویت، کیک، نوشابه باب، شامپو، صابون او ډیر شمېر نور توکي شامل وو.»

رشیدي زیاته کړه، په مرکز غزني کې له سوداګرۍ او صنعت ریاست، ښاروالۍ ریاست او عامې روغتیا ریاست سره په ګډه همغږۍ هره میاشت له درملتونونو او د خوراکي توکو او نورو هټیو په منظمه توګه څارنه کېږي.

نوموړي له ټولو سوداګرو او صنعتکارانو څخه غوښتنه وکړه چې د بې‌کیفیته او تاریخ تېرو توکو له پلورلو ډډه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم د ورته کمېټو له لوري تاریخي تېر توکي او درمل له هټيو او درملتونونو را ټول او سوځول شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.