Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

صدیقي: هېڅوک نه‌شي کولای د اسلامي او افغاني ارزښتونو خلاف کتابونه چاپ او وپلوري

پل‌علم (پژواک، ۹ سلواغه ۱۴۰۳): د لوګر ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وایي چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د حکم له مخې، هېڅوک نه شي کولای د اسلامي او افغاني ارزښتونو خلاف کتابونه چاپ او وپلوري.

د لوګر د اطلاعاتو او کلتور ریاست د نشراتو امر حمیدالله صدیقي پژواک ته وویل، په مرکز پل‌علم او ولسوالیو کې ټولو عامه کتابتونونو او کتاب پلورنځیو ته خبر ورکړل شوی چې د اسلامي او افغاني ارزښتونو خلاف کتابونو له چاپولو او پلورلو ډډه وکړي.

هغه وویل، په مرکز پل‌علم کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري یو پلاوی ګومارل شوی څو کتابتونونه او کتابپلورونځي وڅاري چې دا ډول کتابونه په کې نه وي.

صدیقي زیاته کړه، د اسلامي او افغاني ارزښتونو خلاف کتابونو چاپ او پلور په ټولنه په ځانګړې توګه په لوستو ځوانانو ناوړه اغیزې کولای شي او اسلامي امارت په ټول هېواد کې د دې کار بشپړ مخنیوی کوي.

د پل‌علم یوه اوسیدونکي عبدالله پژواک ته وویل، خوښ دی چې د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د اسلامي او افغاني ارزښتونو خلاف کتابونو د چاپ او پلور مخنیوی پيل شوی دی.

نوموړي په اطلاعاتو او کلتور وزارت هم غږ وکړ چې په خواله رسنیو کې هم د اسلامي او افغاني ارزښتونو خلاف نشراتو مخنیوی وکړي.

هېره دې نه وي چې له دې وړاندې هم د لوګر ولایت اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري خصوصي کتابتونونو او کتابپلورنځیو ته خبرداری ورکړل شوی و چې د اسلامي او افغاني ارزښتونو خلاف کتابونو راکړه ورکړه بنده کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.