Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کونړ کې د څه باندې ۹۲ میلیون افغانیو په ارزښت بېروج وپلورل شول

اسعد‌اباد (پژواک، ۹ سلواغې ۱۴۰۳): د کونړ د کانونو او پټرولیم ریاست وايي، چې په دغه ولایت کې د ٩٢،٥ ميليونه افغانیو په ارزښت ١٢،٩١١ کیلوګرامه د بېروج ګران‌بیه ډبرې د ازادې سیالۍ له لارې وپلورل شوې.

د کونړ د کانونو او پټرولیم رییس مولوي محمدشیرین وایي چې دغه بطروج د ازادۍ سیالۍ له لارې د دغه ولایت په مرکز اسعدباد ښار کې د ګڼ شمېر سوادګرو په مخ کې وپلورل شول.

ده زیاته کړه چې  د دغو قیمتي ډبرو (بېروج) ټولټال وزن ۱۲.۹۱۱ کیلوګرامه و چې ۹۲.۵ میلیون افغانۍ ارزښت یې درلود.

هغه زیاته کړه، هڅه کوي چې په نړۍوالو بازارونو کې هم د افغانستان قیمتي ډبرو ته بازارونه پیدا کړي.

د ګران‌بیه ډبرو یوه سوداګر حاجي محمدایوب پژواک خبري اژانس ته وویل چې حکومت باید ورته په دغه برخه کې نورې بېلابېلې اسانتیاوې هم برابرې کړې.

د یادولو ده دا درېیم ځل دی چې کونړ کې د ازادې بولۍ له لارې د ګڼ شمېر سوداګرو په حضور کې د میلیونونو افغانیو په ارزښت قیمتي ډبرې پلورل کېږي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.