Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ملګري ملتونه: افغانستان کې د ځنګلونو تخریب لا هم یوه جدي ننګونه ده

کابل (پژواک، ۹ سلواغه ۱۴۰۳): د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې ویلي چې په افغانستان کې د ځنګلونو تخریب لا هم یوه جدي ننګونه ده او دغه کار چاپېریال ته د پام وړ زیان رسولی دی.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) په یوه راپور کې لیکلي، له ۲۰۱۹ زېږدیز کال راهیسې یې د چاپېریال‌ساتنې نړۍوالو اسانتیاوو له سازمان سره په کونړ ولایت کې پر ۳۰۰ جریب ځمکه ۴۷۱ زره د کاج او چهارمغز او ۸۰ زره نورې مېوه‌لرونکې نیالګي ایښي دي.

د راپور پر بنسټ، افغانستان شاوخوا ۱،۷۸ هکتاره ځنګلونه او زرغونې سیمې لري چې د دغه هېواد د ټول مساحت ۲،۸ برخه یې پوښلې ده.

سرچینې لیکلي، له ۱۹۹۰ تر ۲۰۰۰ کال پورې ځنګلونه او شنې سیمې د پام وړ کم شوي او په افغانستان کې په منځني ډول د ځنګلونو د تخریب کچه په کال کې ۲،۳ سلنې ته رسېږي.

دې ادارې د روان لمریز کال په پیل کې هم ویلي وو چې په تېرو ۱۵ کلونو کې افغانستان ۳۴ سلنه خپل ځنګلونه له لاسه ورکړي او له کلونو راهیسې په دغه هېواد کې په خپل‌سري ډول د ځنګلونو وهلو بهیر روان دی چې حکومتونه یې پر مخنیوي نه دي توانېدلي.

دا په داسې حال کې ده چې د سرپرست حکومت کورنیو چارو وزارت یو کال مخکې ویلي وو چې دغه وزارت په هېواد کې د ځنګلونو د ساتنې او څارنې لپاره یوه قطعه جوړه کړې او د ځنګلي ونو له وهونکو سره به جدي چلند کېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.