کابل (پژواک، ۱۱ سلواغه ۱۴۰۳): اسلامي امارت وایي چې د هېواد بودجه داخلي بنسټ لري، د بهرنیو مرستو په کېدو یا نه کېدو پورې تړاو نه لري او د روانې سلواغې میاشتې په جریان کې به د ټولو امارتي کارکوونکو معاشونه اجرا شي.
له تېرې ورځې راهيسې په ټولنیزو پاڼو کې اوازې خپرې شوې چې اسلامي امارت د بودجې د کسر له امله نه شي کولای د وري (حمل) تر میاشتې د دولتي کارکوونکو معاشونه ورکړي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، د ماليې وزارت محترم مقام ډاډ ورکوي چې د روانې دلوې میاشتې په جریان کې به د ټولو یو میلیون او څلوېښت زره امارتي کارمندانو معاشات ورکړل شي.
هغه لیکلي، هيڅوک دې په دې اړه تشویش نه کوي.
مجاهد زیاته کړې، د هېواد بودجه داخلي بنسټ لري، د بهرنیو مرستو په کولو یا نه کولو پورې اړه نه لري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP