کابل (پژواک، ۱۵ سلواغه ۱۴۰۳): د ریاستالوزراء اداري مرستیال له ټولو مسوولینو غوښتي چې خپلې دندې په سمه توګه ترسره کړي او په ادارو کې دې د کاغذپرانۍ مخنیوي لپاره هر اړخیزه همکاري وکړي.
له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ریاستالوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي یادې څرګندونې تېره ورځ د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ریاست له لوري د امارتي وزارتونو او ادارو ساده کولو او یو شان کولو حمایوي پروسې د پرانیستې مراسمو کې وکړې.
خبرپاڼه کې راغلي چې دغه مراسم د ارګ د سلامخانې په ماڼۍ کې جوړ شوي وو.
د ریاستالوزراء اداري مرستیال وویل: «د ساده کولو او یو شان کولو پروسه په ټولو اداري مرحلو کې یو منل شوی اصل دی، که دغه کار عملي نه شي، نه شو کولای ستراتيژیک اهداف په غوره شکل تطبیق کړو او اقتصادي ودې ته ورسېږو.»
ده ویلي: «متأسفانه په ځینو ادارو کې ډېرې پېچلې او اوږدې پروسې موجودې دي چې په جدي ډول ساده کولو ته اړتیا لري؛ ډېر کله دغه کار د انکشاف او پراختیا برخه کې د ځنډ او د خلکو د نارضایتۍ لامل ګرځي.»
دی زیاتوي، اړتیا ده چې د هېواد د اقتصادي ودې، د بودجې پر ځای لګېدو، د انکشافي پروژو د تطبیق، د پانګونې لپاره د اسانتیاوو، د کاغذ پرانۍ او بیروکراسۍ مخنیوي، د لګښتونو کمولو او مراجعینو او خلکو ته پر وخت د خدمتونو وړاندې کولو لپاره باید د اسلامي امارت د چارو ادارې د ساده کولو ریاست په هڅو په ټولو ادارو کې د ساده کولو او یو شان کولو پروسې عملي شي.
هغه زیاته کړې، الکټرونیکي حکومتولي د چارو لپاره مهمه او ګټوره ده چې اسلامي امارت یې په ټول توان د هېواد په کچه د عملي کولو په حال کې دی.
د حنفي په خبره، په لا غوره ډول د ساده کولو او یو شان کولو پروسې د تطبیق په موخه د ټولو امارتي ادارو د مسوولینو هر اړخیزه همکاري مهمه ده او د اسلامي امارت ټول مشران د دې پروسې بشپړ ملاتړ او هڅه کوي څو په ټولو ادارو کې عملي او د چارو په ترسره کولو کې اسانتیاوې برابرې شي.
د ریاستالوزراء اداري مرستیال د دولتي ادارو له ټولو مسوولینو وغوښتل چې د دندو ترسره کولو او خدمتونو وړاندې کولو ته جدي پاملرنه ولري او په ادارو کې د کاغذپرانۍ د له منځه وړو لپاره هراړخیزه همکاري وکړي.
دغه راز، په یاده غونډه کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې ریيس مفتي شهزاد نور راشد وويل، د دوی ادارې د اسلامي نظام له حاکمیته تر اوسه پورې ۹۳۸ پروسې ساده کړې دي، لس زره کسانو ته یې په ټول افغانستان کې د ظرفیت لوړونې ورکشاپونه جوړ او د ازادو سیالیو له لارې یې څه باندې ۳۱ زره کسان استخدام کړي دي.
هغه زیاته کړې، د پروسو ساده کولو او یو شان کولو ترڅنګ د ازموینو الکټرونیکي مرکزونو جوړول ورته لومړیتوب لري چې د ادارو او مراجعینو په چارو کې به د اسانتیاوو راتلو لامل شي.
د رياستالوزراء مقام د دفترعمومي ریيس ډاکټر ملا عبدالواسع وویل، په ادارو کې د اسانتیاوو رامنځته کول د مسوولینو لومړیتوب دی.
هغه زیاته کړه، د پروسو ساده کول د خلکو د رضایت ډېرېدو لامل کېږي او همدا د اسلامي نظام لوړ هدف او د اسلامي شریعت امر دی.
په دې غونډه کې د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستيال ډاکټر محمدنعيم وردګ د پيل شوې پروسې ستاینه وکړه.
هغه په ادارو کې مراجعينو ته د لا زیاتو اسانتياوو په موخه پر قوانينو او اصولو د خلکو د پوهاوي لپاره د عامه پوهاوي پروګرامونو زياتولو او په هره اداره کې مراجعينو ته د مرستندويانو او لارښوونکو پر موجوديت ټينګار وکړ.