Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

نورستان کې نږدې ۳۰۰ هکتاره ځنګلونه بیا احیا شوي

پارون (پژواک، ۱۵ سلواغه ۱۴۰۳): د نورستان سیمه‌ییز مسوولین وايي، د دغه ولایت په مرکز پارون او دوو ولسوالیو کې یې د ۲۸ میلیونه افغانیو په لګښت نږدې درې سوه هکتاره ځنګلونه بیا احیا کړي دي.

د نورستان د والي ویاند فریدون صمیم پژواک خبري اژانس ته وویل، تېر یوه کال کې د دغه ولایت د مرکز پارون په ګډون په کانتیوا او واما ولسوالیو کې د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو نړۍوال پروګرام (FAO) په مالي ملاتړ د ۲۸ میلیونه افعانیو په لګښت ۲۸۰ هکتاره ځنګلونه بیا احیا شوي دي.

د نوموړي په وینا، که څه هم په دغه ولایت کې د ځنګلونو د ساتنې لپاره د ځنګلونو د ساتنې ځانګړی ځواک (شنه قطعه) فعالیت لري خو په مرکز او یادو ولسوالیو کې د کرنې ریاست تر څار لاندې د ځنګولونو د ساتنې لپاره قومي شوراګانې هم جوړې شوې دي.

ورته مهال، د یاد ولایت د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د طبیعي زېرمو امر انجینر ضیاءالدین جهاني پژواک خبري اژانس ته وویل، د روان لمریز کال له پیل راهیسې یې په یاده اندازه تخریب شوو ځنګلونو کې د (جلغوزیو، چهارمغزو، بادامو، مڼو، زردالو، الوبالو، شفتالو او ناکو) ۲۸۰ زره نیالګي اېښي دي.

په همدې حال کې، د نورستان ولایت یو شمېر اوسېدونکي د ځنګلونو بیا احیا کولو ته خوښ دي خو غوښتنه کوي چې حکومت یې باید ساتنې او پالنې ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

د معلوماتو له‌مخې، د نورستان ولایت شاوخوا ۳۰۰ زره هکتاره ځمکه ځنګلونو پوښلې ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.