Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

احمد شرع ترکیې ته سفر کوي

کابل (پژواک، ۱۶ سلواغه ۱۴۰۳): د سوریې د انتقالي حکومت رییس له سعودي عربستان وروسته نن د ترکیې پلازمېنې انقرې ته ځي.

د ترکیې دولتي راډیو ټلوېزیون (ټي‌ار‌ټي) راپور ورکړی چې د سوریې د انتقالي حکومت رییس احمد شرع د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په بلنه انقرې ته سفر کوي.

د یاد راپور له مخې، دواړه خواوې به د اقتصادي، ثبات او امنیتي وضعیت ښه کېدو لپاره د متقابلو ګامونو په اړه خبرې اترې وکړي.

د ترکیې د دولتي راډیو ټلوېزیون معلوماتو له مخې، هغوی به دغه ‌راز  د سوریې له خلکو او د دغه هېواد د انتقالي دولت د ملاتړ په اړه خبرې وکړي.

بلخوا، د اناتولي اژانس راپور له مخې، د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د اړیکو مرکز رییس فخرالدین التون هم ویلي: «د سوریې له ازادېدو وروسته د دغه هېواد او ترکیې ترمنځ اړیکې بیا پیل شوې او ژمن یو چې دغه اړیکې به د احمد الشرع او مل پلاوي په سفر سره لا ټینګې او پراخې شي.»

د ویلو ده، د سوریې د انتقالي حکومت رییس د روانې اونۍ د شنبې په ورځ سعودي عربستان ته سفر کړی و.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.