Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غزني کې د فوټسال سیالۍ د پلنګ‌های همراز لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

غزني‌ښار (پژواک، ۱۶ سلواغه ۱۴۰۳ ): په غزني ولایت کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال پیل شوې سیالۍ د پلنګ‌های همراز لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د غزني د ورزش امر بلال مجاهد پژواک خبري اژانس ته وویل، یوه میاشت مخکې د دغه ولایت په ولي‌عصر جمنازیوم کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پیل شوې وې.

هغه زیاته کړه چې د یادو سیالیو پاي‌لوبې ته د پلنګ‌های همراز او اېف‌سي لوبډلو لار موندلې وه.

د نوموړي په خبره چې پلنګ‌های همراز لوبډلې پنځه د یو پر وړاندې خپلې سیالۍ لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې ترلاسه کړه.

د مجاهد په وینا چې دغه سیالۍ د ورزشکارانو ترمنځ د یووالي رامنځته کېدو او تفریح په موخه جوړې شوې وې.

بل لور ته، لوبغاړي هم د دغو سیالیو ترسره کېدو ته خوښ دي.

د فیض په نوم یوه لوبغاړي پژواک ته وویل چې دغه ډول سیالۍ د لوبغاړو د ظرفیت لوړېدو لپاره خورا مهمې دي.

هغه غوښتنه وکړه چې دغه شان سیالۍ دې په مرکز او ولسوالیو کې ډېرې شي څو ډېر لوبغاړي په کې برخه واخلي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ بیا په لوګر ولایت کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټسال پيل شوې چې یوه اونۍ به دوام وکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.