Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

راشد خان شل‌اوریزو لوبو کې د نړۍ لومړی بالر شو

کابل (پژواک، ۱۷ سلواغه ۱۴۰۳): د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی راشدخان په شل‌اوریزو لوبو کې د ۶۳۳ لوبغاړو په سوځولو د نړۍ په کچه لومړی توپ‌اچوونکی شو.

راشدخان پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي، د خدای شکر ادا کوي چې په کرکټ کې یې یوه بله کارنامه هم ثبت کړه.

هغه زیاته کړې: «موږ چې هر څه يو، د وطن په نوم یو او هر پرمختګ مو د وطن لپاره دی، خوشحال یم چې په شل‌اوریزو لوبو کې د نړۍ لومړی بالر شوم چې ۶۳۳ ویکټې مې واخیستې.»

نوموړي د خپلو مينه‌والو له دعاګانو او ملاتړه مننه کړې ده.

راشدخان پرون د جنوبي افریقا په شل‌اوریز سوداګریز لیګ کې د دینټ ویلالاګي په  نوم د یوه لوبغاړي په سوځولو سره یاد ریکارډ جوړ کړ.

د معلوماتو له مخې، راشدخان په ۴۶۱ لوبو کې یاد شمېر لوبغاړي سوځولي چې په دغو شل‌اوریزو سیالیو کې نړۍوالې او سوداګریزې لوبې هم شاملې دي.

د یادونې ده، له راشدخان مخکې یاد ریکارډ د ويسټ‌انډیز پخواني لوبغاړي ډي‌جي براوو په نوم و چې په ۵۸۰ لوبو کې یې ۶۳۱ کسان سوځولي وو.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.