Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

درېیو ولایتونو کې ۱۳ کسانو ته تعزیري سزا ورکړل شوې ده

کابل (پژواک، ۱۸ سلواغه ۱۴۰۳): ستره محکمه وايي چې په کابل، اروزګان او کاپیسا ولایتونو کې یې د یوې ښځې په ګډون ۱۳ کسانو ته تعزیري سزا ورکړې ده.

د افغانستان د سترې محکمې پر اېکس‌پاڼه  په څو بېلابېلو اعلامیو کې لیکلي، د کاپیسا ولایت د نجراب ولسوالۍ لومړۍ محکمې د پرېکړې له مخې، د یوې ښځې په ګډون درېیو کسانو ته له کوره د تېښتې او له کوره د تښتولو په جرم تعزیري سزا ورکړل شوې ده.

علامیه کې لیکل شوي، یاد کسان د نجراب ولسوالۍ لومړۍ محکمې پر اووه – اووه میاشتو تنفیذي بند او ۳۹ دُرو تعزیري سزا محکوم کړي وو چې یاد حکم د سترې محکمې د عالي مقام له تایید وروسته پر مجرمینو پلی شو.

سترې محکمې یوه بله اعلامیه کې لیکلي، د اروزګان ولايت د چهارچينو ولسوالۍ لومړۍ محکمې د یوې پرېکړې له‌ مخې، نهو کسانو ته چې پر غلا تورن وو، تعزيري سزا ورکړې ده.

سرچینې زیاته کړې، لومړۍ محکمې د یادو کسانو له ډلې اته تنه پر دوه - دوه کاله تنفيذي بند او ۳۹ دُرو تعزیري سزا او بل کس پر يو کال تنفيذي بند او ٣٩ دُرو تعزيري سزا محکوم کړي وو چې ياده پرېکړه د سترې محکمې د عالي مقام له تایيد وروسته پر تورنو پلې شوه.

سترې محکمې په یوه بله اعلامیه کې دغه راز لیکلي، د کابل ولایت د مرافعه محکمې اړوند د لومړۍ ښاري محکمې څلورم زون د جزا ديوان د پرېکړې له مخې، يوه کس ته چې پر زنا تور و، د دې محکمې په انګړ کې تعزیري سزا ورکړل شوه.

سرچینې زیاته کړې، د جزا‌ ديوان یاد تورن کس پر یوه کال او شپږو میاشتو تنفیذي بند او ۳۹ دُرو تعزیري سزا محکوم کړی و چې د سترې محکمې د عالي مقام له تایيد وروسته پرې پلې شوه.

دا په داسې حال کې ده چې سترې محکمې پرون هم د فاریاب ولایت د بلچراغ ولسوالۍ د لومړی محکمې د پرېکړې له مخې د یوې ښځې په ګډون درېیو کسانو ته د تعزیري سزا ورکولو خبر خپور کړی و.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.