ګردېز (پژواک، ۱۸ سلواغه ۱۴۰۳): د پکتيا په وزې ځدراڼ ولسوالۍ کې د ګڼو شاعرانو، ليکوالانو او اديبانو په ګډون د «جرګو او د سنګر سړي» تر سرلیک لاندې مشاعره جوړه شوه.
دغه مشاعره د کډوالو او راستنيدونکو چارو وزارت د پخواني وزير خليلالرحمن حقاني په ياد جوړه شوې وه.
په مشاعره کې د هېواد د بېلابېلو ولايتونو لکه ننګرهار، کابل، لوګر، غزني، خوست او ... شاعرانو، ليکوالانو او د ادب مينوالو ګډون کړی و.
پکتيا کې د نښتر ادبي بهير مسوول او د مشاعرې تنظيموونکي قاري عزتالله مخلص وويل چې د کډوالو چارو وزارت پخوانی وزير خليلالرحمن حقاني د هېواد د ابادۍ، د قومونو ترمنځ د يووالي او اتحاد لپاره هلې ځلې کړې وې چې دوی يې د ياد تازه کېدو په پار مشاعره جوړه کړه.
بل لور ته، يو شمېر شاعرانو بيا دا ډول مشاعرې د ادبي ذوق پاللو ترڅنګ د خلکو، په خاص ډول د ځوانانو د يووالي او اتحاد لپاره ګټورې وبللې.
يوه شاعر خوږمن ځاځي وويل چې تر بل هر وخت افغانان يووالي او يو بل منلو ته اړتيا لري.
هغه وويل چې دا ډول مشاعرې او ادبي پروګرامونه د يووالي او د ځوانانو د فکر جوړونې او د پرديو له کلتوري يرغله د مخنيوي لپاره خورا اغېزناکې دي.
هغه له مسوولينو وغوښتل چې دا ډول ادبي پروګرامونه دې زيات او په لرو پرتو سيمو کې دې هم ترسره کړي.
دغه راز، د مشاعرې په جريان يو شمېر ګډونوالو د خليلالرحمن حقاني کړنې او سرښندنې وستايلې او ویې ويل چې هغه د افغانانو د يووالي ارمانجن و.
د یادونې ده، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت پخوانی سرپرست وزیر خلیلالرحمن حقاني تېره لېندۍ میاشت په کابل کې د یوه ځانمرګي برید په ترڅ کې ژوند له لاسه ورکړ.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP