Language

پنجشېر کې سږ کال د چهارمغزو حلاصلات ۱۵ سلنه کم شوي

پاراخ (پژواک ۱۸ سلواغه ۱۴۰۳): د پنجشېر د کرنې او مالدارۍ ریاست وايي چې تېر کال په دغه ولایت کې د چهارمغزو حاصلات ۲۳۵ ټنه وو خو سږ کال یې دغه کچه شاوخوا ۲۰۰ ټنو ته راټیټه شوې دي.

د پنجشېر د کرنې او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو امر انجنیر ذاکر احمدي پژواک خبري اژانس ته وویل چې سږ کال د ونو د ګل پر مهال سړه هوا او د ږلۍ ورښت د دې لامل شول چې د چهارمغزو په حاصلاتو کې کموالی راشي.

هغه زیاته کړه چې د چهارمغزو ډېر حاصلات د دغه ولایت له ابشار، رخې، درې او عنابه ولسوالیو راټولېږي.

د پنجشېر بڼوال هم سړه هوا او د ږلۍ ورښت په دغه ولایت کې د چهارمغزو د حاصلاتو کمېدو لامل بولي.

د رخې ولسوالۍ د چمال‌ورده کلي یوه بڼوال محی‌الدین وویل: «په پسرلي کې سړه هوا او د ږلۍ پرله‌پسې ورښت د چهارمغزو د ګل زیانمنېدو او حاصلاتو کمېدو لامل شول.»

د دغه کلي بل بڼوال شېرپادشاه هم ورته نظر لري او وايي: «د نورو کلونو په نسبت زموږ د چهارمغزو حاصلات کم شوي او لامل یې باران، ږلۍ او سړه هوا دي.»

د پنجشېر د کرنې او مالدارۍ ریاست د معلوماتو پر بنسټ، په دغه ولایت کې د چهارمغزو ونو لپاره ټوله ۲۱۵ هکتاره ځمکه ځانګړې شوې ده.‌