زرنج (پژواک، ۱۹ سلواغه ۱۴۰۳): د نیمروز امنیتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په چخانسور ولسوالۍ کې له امنیتي ځواکونو سره نښته کې درې غله وژل شوي دي.
د نيمروز امنيې قوماندانۍ وياند سمونيار ګلمحمد قدرت وايي چې امنیتي ځواکونو د دغه ولايت په چخانسور ولسوالۍ کې د هغو غلو پر وړاندې چې مسافر یې لوټل، عمليات کړي چې په پایله کې یې درې وسلهوال غله وژل شوي دي.
هغه زياته کړه چې د يو بل غله د نیولو لپاره د امنيتي ځواکونو هڅې روانې دي.
قدرت ویلي چې له غلو سره په نښته کې يوه امنيتي سرتېري هم ژوند له لاسه ورکړی دی.
د هغه په وينا، دغه عمليات داسې مهال شوي چې غلو تېره شپه د مارګو په دښته کې مسافر د لوټلو په موخه درولي وو.
د نيمروز امنيې قوماندانۍ وياند زياته کړې چې له دغو غلو يو موټر او يو میل وسله هم ترلاسه شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP