Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

تېر زېږدیز کال کې د اوسپنې پټلۍ له لارې ۴،۳ میلیون مټریک ټنه انتقالات شوي

کابل (پژواک، ۲۰ سلواغه ۱۴۰۳): د ټولګټو وزارت وايي، د تېر زېږدیز کال په اوږدو کې د افغانستان د څلورو بندرونو اوسپنې پټلیو له لارې د ۴،۳ میلیون مټریک ټنه توکو انتقالات شوي دي.

د اقتصادي چارو یو شمېر شنونکي بیا د اوسپنې پټلۍ لار د سوداګرۍ لپاره غوره لار بولي او وايي، له دې لارې سوداګریزه راکړه ورکړه کولای شي توکي پر وخت مارکېټ ته ورسوي.

د ټولګټو وزارت ویاند محمداشرف حق‌شناس پژواک خبري اژانس ته وویل، د تېر ۲۰۲۴ زېږدیز کال له پیله تر پایه د افغانستان د څلورو بندرونو (حیرتان، اقینې، تورغونډۍ او خواف – هرات) اوسپنې پټلیو له لارې ۴،۳ میلیون مټریک ټنه د توکو انتقالات شوي دي.

دی وايي، له یاد شمېر انتقالاتو ۴،۲ میلیون مټریک ټنه وارداتي توکي او څه باندې ۹۲ زره مټریک ټنه صادراتي توکي دي.

هغه زیاته کړه، په یاد موده کې د حیرتان بندر له لارې ۳،۴ میلیون مټریک ټنه، د اقینې بندر له لارې ۳۸۶ زره مټریک ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې ۵۶۵ زره مټریک ټنه او د خواف  – هرات له لارې ۲۲ زره ټنه د توکو انتقالات شوي دي.

دی زیاتوي، له ازبکستان، قزاقستان، قرغیزستان، چین، روسیې او بلاروس څخه افغانستان ته واردات شوي چې په دې وارداتي توکو کې خوراکي توکي، تېل او ګاز شامل دي.

د هغه په وینا، له افغانستانه ایران، ترکمنستان، ازبکستان، ترکیې او روسیې ته صادرات شوي او په دې صادراتي توکو کې د انارو جوس او معدني ډبرې شامل دي.

دی وایي، د حیرتان، اقینې، تورغونډۍ او خواف – هرات له بندرونو افغانستان له ایران، ترکمنستان او ازبکستان سره مستقیمې اړیکه لري او له دغو لارو انتقالات کېږي چې د یادو هېوادونو له لارې په غیرمستقیم ډول د منځنۍ اسیا، نړۍ او سیمې له هېوادونو سره وصل دی.

هغه زیاته کړه، د روانې سلواغې میاشتې په ۶مه ازبکستان ته د یاد وزارت د اوسپنيزې کرښې د مرستیال د سفر په ترڅ کې د افغانستان، ازبکستان، قرغیزستان او چين ترمنځ د څلور اړخيزه ريلي دهلېز تړون د روان ۲۰۲۵ زېږدیز کال لپاره وغځول شو.

دی زیاتوي، د افغانستان او چين ترمنځ د دغه رېلي دهلېز له لارې په تېر ۲۰۲۴ زېږدیز کال کې ۴۲۰۰ کانټينره انتقالات ترسره شوي وو چې د روان ۲۰۲۵ زېږدیز کال لپاره يې تړون بياځلې وغځول شو.

د ده په وینا، د دغه دهلېز د تړون په غځېدو سره به له همدې لارې په رېلي انتقالاتو کې د پام وړ زياتوالی راشي.

د حق‌شناس د معلوماتو له مخې، ياد دهلېز چې له چين، قرغيزستان او ازبکستان څخه په تېرېدو د حيرتان، مزارشريف اوسپنيزې کرښې سره وصل او په ۲۰۲۲ زېږدیز کال کې د يادو څلورو هېوادونو له خوا رامنځته شوی دی.

د اقتصادي چارو یو شمېر شنونکي بیا وايي چې د اوسپنې پټلۍ له لارې راکړه ورکړه کولای شي توکي پر وخت مارکېټ ته ورسوي او دغه لار د سوداګرۍ لپاره غوره بولي.

د اقتصادي چارو شنونکي عبدالنصیر رشتیا پژواک ته وویل، د اوسپنې پټلۍ له لارې واردات او صادرات کولای شي توکي پر وخت مارکېټ ته ورسوي او هم لګښتونه راکم کړي.

دی وايي، له هرې لارې چې د انتقالاتو لګښتونه کمېږي، له شک پرته چې په بازارونو کې د بیو ټيټېدو کې خورا مثبت اغېز کولای شي.

دی زیاتوي: «یوه اندېښنه شته؛ ځکه که ډېر توکي د اوسپنې پټلیو له لارې هېواد ته وارد شي، نو د افغانستان د کورنيو تولیداتو د کمزوري کېدو لامل ګرځي؛ ځکه افغانستان لا هم په وارداتو‎ متکي هېواد دی، پر دې سربېره چې موږ تولیدات د اوسپنې پټلۍ له لارې کوو، نو هڅه دې وشي څو د تولیداتو کچه لوړه شي او موږ وکولای شو د اوسپنې پټلۍ له لارې توکي بهر ته صادر کړو.»

هغه زیاته کړه، افغانستان په وچه کې راګیر هېواد دی او ازادو اوبو ته لاسرسی نه ‌لري؛ له هرې لارې چې افغانستان د نړۍ د اورګاډي له شبکې سره نښلول کېږي، له شک پرته چې په افغانستان کې دننه د توکو د پلور لپاره پراخ بازارونه رامنځته کوي.

ده هغه په وینا، اوس اړتیا ده چې له یوې خوا واردات مدیریت شي او له بلې خوا هڅه وشي چې د افغانستان د کورنيو تولیدات کچه لوړه شي څو صادرات زیات شي.

د اقتصادي چارو یوه بل شنونکي محمدعیسی مبارز پژواک ته وویل، افغانستان یو غرنی او په وچه کې پروت هېواد دی نو د صادراتو او وارداتو لپاره د اوسپنې پټلۍ غوره لار ده.

دی وايي، افغانستان بحر ته لار نه لري او که چېرې غواړي له نورو هېوادونو سره سوداګریزه راکړه ورکړه ولري، نو اسانه او کم لګښت لار چې چاپېریال ته هم زیان نه رسوي، د اوسپنې پټلۍ ده.

دی زیاتوي، افغانستان کولای شي د اوسپنې پټلۍ له لارې ډېر توکي پر وخت نورو هېوادونو ته صادر کړي او ترڅنګ یې ترانزیټ هم وکړي.

هغه زیاته کړه، هر څومره چې د اوسپنې پټلۍ له لارې سوداګري پراخېږي، په هماغه اندازه اقتصادي وضعیت وده کوي او له اقتصادي ودې سره د خلکو بې‌وزلي له منځه ځي.

د ټولګټو وزارت ویاند د معلوماتو له مخې، دغه وزارت تل هڅه کوي څو د لا ډېرو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط او سوداګرو ته اسانتیاوې برابرې کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.