Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د سنوبورډ افغان لوبغاړي په اسیایي سیالیو کې لسم ځای خپل کړ

کابل (پژواک، ۲۱ سلواغه ۱۴۰۳): د سنوبورډ افغان لوبغاړي احمدمجتبی حبیب‌زي د چین په کوربه‌توب ژمنیو اسیایي سیالیو کې لسم ځای خپل کړ.

د افغانستان د سنوبورډ فدراسیون پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي، د هېواد د سنوبورډ لوبغاړي احمدمجتبی حبیب‌زي تېره ورځ د چین په ژمنیو اسیایي سیالیو کې ګډون وکړ چې د خپلې بې‌سارې هڅې او استقامت سره یې وکولای شول لسم مقام خپل کړي.

سرچینې ویلي، احمدمجتبی حبیبزي خپله سیالۍ په «سلوپي سټایل» سبک کې ترسره کړه.

د معلوماتو له مخې، یادې سیالۍ چې د چین په هاربین ښار کې روانې دي، د افغانستان په استازیتوب په کې درېیو لوبغاړو ګډون کړی دی

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.