Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

له اریانا او کام‌ایر هوايي شرکتونو سره د حاجیانو د لېږد رالېږد تړون لاسلیک شو

کابل (پژواک، ۲۱ سلواغه ۱۴۰۳): د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وایي، له اریانا او کام‌اير هوایي شرکتونو سره د ۳۰ زره حاجیانو د لېږد رالېږد تړون لاسلیک شو.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه تړون نن د دغه وزارت د سرپرست دکتور نورمحمد ثاقب او د یادو شرکتونو د مسوولینو ترمنځ د یوې غونډې په ترڅ کې لاسلیک شو.

ثاقب په دغه غونډه کې ویلي،  سږ کال هم د تېرو کلونو په څیر د حج دیني او ملي پروسه په ښه توګه پرمخ روانه ده.

هغه له دواړو شرکتونو غوښتي څو په دغه ستره دیني او ملي پروسه کې خپل مسوولیت په ښه ډول ترسره کړي.

ده ویلي:  «د افغانستان اسلامي امارت هوډ لري چې افغانستان په مختلفو برخو کې په ځان بسیا کړي، لکه څنګه چې د حج په دغه ملي پروسه کې د حاجیانو لیږد او رالیږد زموږ داخلي شرکتونه ترسره کوي، په نورو بیلابیلو برخو کې هم  هڅه کوو چې د ځان بسیاینې په لور ګامونه واخلو او هیله لرو، چې د نورو کلونو په څیر سږ کال هم حاجیان د منظم سکیجول له مخې سعودي عربستان ته  انتقال  او بیرته راستانه کړل شي.»

د یادو شرکتونو مسوولینو هم ویلي، هڅه کوي چې له دغه وزارت سره په همغږۍ د هیواد د ننه او بهر د حاجیانو د لېږد او را لېږد پروسه په ښه ډول مدیریت کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.