بامیان (پژواک، ۲۱ سلواغه ۱۴۰۳): د بامیان یو شمېر اوسېدونکي په دغه ولایت کې د ځمکې لاندې اوبو د پام وړ کمښت اندېښمن کړي او وايي چې وچکالي او د اوبو کمښت کرنې ته زیان اړولی او د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی یې ستونزمن کړی دی.
د باميان د مرکز اړوند د شهيدان سيمې اوسېدونکي حسنعلي پژواک خبري اژانس ته وويل: «په تېرو دوو کلونو کې د ځمکې لاندې اوبو د کمښت او د ځينو چينو وچېدو له امله نه يم توانېدلی چې خپلې ځینې کرنيزو ځمکې اوبه کړم.»
هغه زياته کړه چې په اوړي کې کرنيزې ځمکې د اوبو له سخت کمښت سره مخ کېږي او ان کروندګر نهشي کولای په شپو شپو د خپلو کروندو خړوبولو لپاره کافي اوبو پیدا کړي.
د هغه په خبره، د اوبو کمښت او پرلهپسې وچکالۍ د دې لامل شوي چې ډېرى کروندګر کرنه پرېږدي او د للمي کرلو ته مخه کړي، خو دا چاره هم د دولتي ادارو له لوري له محدوديتونو سره مخ ده.
د باميان بل اوسېدونکى عبدالکريم وايي چې د ځمکې لاندې اوبو کچې ټيټېدو نه يوازې کرنه له ستونزو سره مخ کړې، بلکې د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی یې هم ستونزمن کړی دی.
هغه زیاته کړه: «مخکې به د بامیان د مرکز په سراسیاب کلي کې د لس متره څاه په کیندلو سره کافي اوبه ترلاسه کېدې، خو اوس د ۲۰ متر په کیندلو سره هم د اوبو په سختۍ موندل کېږي.»
د کرنې او چاپیریال ساتنې لپاره د ځمکې لاندې اوبو کمښت پایلې
د کرنې برخه کارپوه علياحمدي له پژواک سره خبرو کې وويل، د ځمکې لاندې اوبو کمښت د ايکوسيستم د ویجاړېدو لامل کېږي او دغه چاره کېدای شي چې په ژوند کې ډېرې ستونزې رامنځته کړي.
د هغه په باور، د ځمکې لاندې اوبو کمښت به د خاورې پر جوړښت، کيفيت او کرنيزو توليداتو ناوړه اغېز وکړي او د کرنيزو لګښتونو د لوړېدو او کډوالي ډېردېدو ترڅنګ به بېلابېلې ټولنیزې ستونزې رامنځته کړي.
په همدې حال کې، د بامیان پوهنتون استاد تورهباز پویش د اوبو د سرچینو پر مدیریت د ټینګار ترڅنګ وویل، په دې وروستیو کلونو کې د ورښتونو کمښت، د ژورو څاګانو کیندل او له اوبو بېدریغه استفاده په دغه ولایت کې د ځمکې لاندې اوبو د کمښت تر ټولو ستر لاملونه دي.
هغه زیاته کړه چې د اوبو سرچینې کېدای شي د څاڅکو سیسټم اوبو لګولو، چکډیمونو او باران د اوبو جذبولو لپاره د ډنډونو په جوړولو، د ځمکې لاندې اوبو د مصنوعي زېرمو د پروژو پلي کولو، د وچکالۍ پر وړاندې د مقاومت لرونکو نباتاتو کرلو او د بزګرانو د روزنې له لارې مدیریت شي.
هغه له مسوولينو وغوښتل څو په دغه برخه کې د ګټورو پرګرامونو په پلې کولو سره د ځمکې لاندې اوبو د کمښت مخنیوی وکړي.
په ورته وخت کې سیمهییز مسوولین دغه ولایت کې د اوبو د کمښت مخنیوي په تړاو د ځینو اقداماتو او پروژو د پلي کېدو خبر ورکوي
د باميان د چاپېريال ساتنې ریيس محمدابراهيم دادفر وويل، لکه څرنګه چې اقليمي بدلونونو د باميان ولايت په ګډون د هېواد په کچه پر چاپېریال پراخه ناوړه اغېزې کړې، خو په دغه ولایت کې د یادو ناوړه اغېزو د مخنیوي لپاره ځینې اقدامات شوي دي.
هغه زیاته کړه چې خلکو د سولو د وېشلو ترڅنګ، سږ کال په بامیان کې څه باندې ۱۰ زره کسانو ته د چاپېریال ساتنې په برخه کې پوهاوی ورکړل شوی دی.
نوموړي دغه راز زياته کړه چې تېرو ۱۱ مياشتو کې د طبيعي اوبو د مديريت او د طبيعي پېښو د مخنيوي په موخه د بامیان په مرکز او ولسواليو کې ۷ چکډیمونه جوړ او زرګونه واړه ډنډونه کیندل شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP