پلعلم (پژواک، ۲۲ سلواغه ۱۴۰۳) د لوګر ولایت د سوداګرۍ خونه وایي چې سږ کال د دغه ولایت له مرکز پلعلم او ولسوالیو ۱،۱ میلیون ټنه کرنيز محصولات صادر شوي دي.
د لوګر د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس مولوي محمدیعقوب مومند پژواک خبري اژانس ته وویل چې په دغو کرنیزو محصولاتو کې مڼې، انګور، زردالو، بادام، هنډواڼې، کچالو، پیاز، رومي بانجان او یو شمېر نورې مېوې او سبزیجات شامل دي.
ده وویل چې دغه کرنیز محصولات د پلازمېنې کابل ترڅنګ یو شمېر ولایتونو او ګاونډیو هېوادونو ته صادر شوي دي.
مومند زیاته کړه: «سږ کال موږ یو اعشاریه یو میلیون ټنه کرنیز محصولات صادر کړي چې ټولیز ارزښت یې اووه اعشاریه اته میلیارده افغانۍ کېږي.»
نوموړی زیاتوي چې په دې وروستیو کې د نورو برخو ترڅنګ په لوګر کې د کرنې لپاره بې مخینې زمینه برابره شوې او غوښتنه یې وکړه چې پانګهوال باید په دغه ولایت کې د کرنې او مالدارۍ برخو کې پانګونه وکړي.
بل لور ته، د مرکز پلعلم یوه بزګر ثمرګل پژواک ته وویل، رښتیا هم سږ کال د تېرو کلونو په پرتله له دغه ولایته د کرنیزو محصولاتو د صادراتو کچه لوړه شوې ده.
خو دی وايي، د کرنیزو محصولاتو ته اوس هم دوی مناسب بازار نه لري چې باید په دې برخه کې ورسره همکاري وشي.
هغه زیاتوي، د مناسب بازار نشتوالي له امله دوی اړ کېږي چې خپل محصولات په نیمه بیه وپلوري.
د یادونې ده، لوګر پلازمېنې کابل ته څېرمه ولایت دی چې ډېری اوسېدونکي یې پر کرنه او مالدارۍ بوخت دي او له دې لارې د ژوند اقتصادي چارې سمبالوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP