کابل (پژواک، ۲۲ سلواغه ۱۴۰۳): د افغانستان د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي چې سږ کال په ټول هېواد کې ۱۵۹ زره مټریک ټنه پنبه تولید شوې چې د تېر کال په پرتله ۳۰ سلنه زیاتوالی ښیي.
دې ادارې نن (یکشنبه، د سلواغې ۱۲مه) د یوې اعلامیې په خپرولو ویلي چې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې روان کال د لومړي ځل لپاره د هېواد په ۱۵ ولایتونو کې د پنبې سروې کړې ده.
سرچینې ویلي چې سږ کال په ټول هېواد کې ۱۵۹ زره مټریک ټنه پنبه تولید شوې ده.
د احصایې ادارې په تېر کال کې د پنبې د تولید کچې په اړه د جزئیاتو له ورکولو پرته لیکلي چې د تېر کال په پرتله د سږ کال د پنبې په تولید کې ۳۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په هلمند کې ۸۰ زره مټریک ټنه، بلخ کې څه باندې ۳۴ زره مټریک ټنه، کندهار څه باندې ۱۱ زره مټریک، په جوزجان کې نږدې ۱۱ زره ټنه او په ننګرهار کې څه باندې پنځه زره ټنه پنبه تولید شوې.
سرچینې زیاته کړې چې په یادو ولایتونو کې تر نورو ډېره پنبه تولید شوې ده.
د سرچینې په خبره، د سپوږمکۍ د انځورونو پر بنسټ، سږ کال د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې پنبه کرل شوې چې د تیر کال په پرتله د پنبې تر کښت لاندې ساحه کې ۱۲ سلنه زیاتوالی ښیي.
سرچینې ویلي چې په هلمند کې تر ټولو زیاته (۵۰) زره هکتاره او په کاپیسا کې تر ټولو پر کمه (۶۶) هکتاره ځمکه پینه کرل شوې وه.
د سرچینې په خبره، یوازې تېر کال د ۲۷۳ میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت پنبه او پنبهدانه بهر ته صادر شوي وو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP