مزارشریف (پژواک، ۲۳ سلواغه ۱۴۰۳): د بلخ په مرکز مزارشریف کې د بلخ او سمنګان ولایتونو د ۷۰ لوبغاړو ترمنځ د تکواندو سیالۍ ترسره شوې.
د بلخ ولایت بدني روزنې او ورزش ریاست د مطبوعاتو مسوول حمیدګل لېوال وایي چې دا سیالۍ د بلخ تکواندو فدراسیون له خوا د بلخ بدني روزنې او ورزش ریاست په همکارۍ په مزارشریف ښار کې ترسره شوې.
د ده په وینا، دغه سیالۍ د بلخ او سمنګان ولایتونو د ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ ترسره شوې چې د بلخ ولایت لوبغاړو لومړی مقام، د سمنګان لوبغاړو دویم مقام، او د بلخ د نخبهګانو ټیم درېیم مقام خپل کړ.
لېوال زیاته کړه چې دا سیالۍ د تکواندو او ورزش د ودې او پرمختګ، او د ملي ټیم لپاره د غوره څېرو پېژندلو په موخه د یوه ورځې لپاره ترسره شوې.
بل لورته، لوبغاړي هم د دغو سياليو ترسره کېدو ته خوښ دي.
خالد قربانزاده چې له سمنګان ولایت څخه یې په یادو سیالیو کې ګډون کړی، خوښي څرګندوي او وایي، که حکومت يې ملاتړ وکړي نو کولی شي چې په نړۍواله کچه دغه سیالۍ ترسره کړي او ښې لاستهراوړنې ولري.
يوه بل لوبغاړي مرتضی هم ورته څرګندونې کوي او وايي، حکومت بايد په هره برخه کې د لوبغاړو ملاتړ وکړي.
نوموړی زیاتوي چې دا مهال لوبغاړي په سختو شرايطو کې تمرينات ترسره کوي او بايد د ستونزو حل لپاره يې اقدام وشي.
د یادونې ده چې د دغو سیالیو په پای کې د بلخ ولایت د ورزشي ریاست له لوري غوره لوبغاړو ته ډالۍ هم ورکړل شوې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP