Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د بامیان مواصلاتي لارې بېرته د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوې

میمنه (پژواک، ۲۳ سلواغه ۱۴۰۳): بامیان کې ځايي مسوولین وايي، د دغه ولایت ټولې مواصلاتي لارې چې د واورې ورېدو او توپان له امله تړل شوې وې، وروسته له ۲۴ ساعتونو د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوې.

د بامیان د ټولګټو رییس انجنیر حفیظ الله پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغه ولایت ولسوالیو او ګاونډو ولایتونو ته غځېدلې لارې چې تېره ورځ (د سلوغې ۲۲مه) د واورې ورېدو او سختو توپانونو له امله تړل شوې وې، بېرته پرانیستل شوې دي.

هغه زیاته کړه، اوسمهال د حاجیګک او شيبر له لارې د بامیان – کابل، بامیان – دایکنډي، یکه‌ولنګ – پنجاب، ورس – بهسود، اق‌رباط او د بامیان د مرکز مسیرونه د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوي او مسافر کولای شي پرته له اندېښنې پر دې لارو تګ راتګ وکړي.

خو د بامیان د ټولګټو رییس څرګنده کړه، د پنجاب - بندشوی مسیر چې بامیان د بهسود ولسوالۍ له لارې له میدان‌وردګو سره نښلوي، د واورې ښویېدنې له امله تړل شوی دی.

هغه داډ ورکړ چې د یاد مسیر پرانیستلو لپاره هڅې روانې دي او ښايي وروسته له غرمې د ترافیکو پر مخ پرانیستل شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.