Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د پاکستان د دايمي استازي څرګندونو ته د اسلامي امارت غبرګون

کابل (پژواک، ۲۳ سلواغه ۱۴۰۳): د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وایي، د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د پاکستان د دایمي استازي هغه تورونه بې‌بنسټه یې بولي چې ګواګي له افغانستانه څخه سیمې او نړۍ ته د ترهګرۍ ګواښ متوجه دی.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتیونیو ګوتیرش دا غونډه تېره ورځ په عراق، د شام او سوریې شاوخوا سیمو او په افغانستان کې د داعش د ګواښونو په اړه په ستراتیژیکه کچه په شپږ میاشتنی راپور باندې د بحث لپاره رابللې وه.

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي، منیر اکرم په دغه غونډه کې ویلي، افغانستان د داعش – خراسان څانګې د استخدام مرکز دی او په پاکستان کې دا ډله وسله وال نه استخداموي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، اسلامي امارت د ملګرو امنیت شورا ته د پاکستان د دایمي استازي هغه تورونه ردوي او بې بنسټه یې بولي چې ګواګي له افغانستانه څخه سیمې او نړۍ ته د ترهګرۍ ګواښ شته.

خبرپاڼه کې راغلي: «نړیوالې ټولنې ته ډاډ څرګندوو چې په افغانستان د داعش او یا نورو ډلو پټنځایونه د اسلامي له راتلو وروسته په بشپړه توګه له منځه تللي دي، او عملا افغانستان له خاورې څخه هېڅ هېواد ته هېڅ ډول خطر نه دی رامنځته شوی، که په افغانستان کې هم کومه امنیتي پېښه کیږي، عاملین یې د ډیورنډ کرښې له پورې غاړې را اوښتي وي.»

یاد وزارت نړیوالې ټولنې ته په خطاب کې لیکلي، ځینې هېوادونه د دې پرځای چې خپلو کورنیو سیاستونو کې د سمون لپاره خپل سیاسي، امنیتي او اقتصادي ثبات ته کار وکړي، هڅه کوي افغانستان د ناسمو تبلیغاتو له مخې بې ثباته وښيي او له خپلو کورنیو ستونزو د خلکو او نړۍ پام بل لور ته واړوي، او یا هم هڅه کوي چې د اسلامي امارت او نړیوالو ترمنځ بې باوري رامنځته کړي.

بهرنیو چارو وزارت لیکلي، خو په افغانستان کې له لسیزو جګړو وروسته د امنیت ټېنګښت د سیاسي او اقتصادي پراختیاوو مخه په داسې ناکامه هڅو نه شي نیول کېدای.

امنیت شورا کې داعش د افغانستان، سیمې او نورو هېوادونو لپاره ګواښ بلل شوی، چین د منځنۍ اسیا او شانګهای له غړو هېوادونو غوښتي چې له افغانستان سره د امنیتي ستونزو پر وړاندې مبارزه کې همکاري وکړي او روسیې هم ویلي چې د افغانستان وضعیت باید له پامه ونه غورځول شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.