فېروزکوه او شبرغان (پژواک، ۲۴ سلواغه ۱۴۰۳): ځایي سرچینې وایي چې د روان کال تېرو ۱۱ میاشتو کې ۲۰۰ بهرنیو ګرځندویانو له غور او ۴۷ له جوزجانه لیدنه کړې ده.
د غور د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي عبدالحی زعیم پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېر ۱۱ میاشتو کې څه باندې ۳۲۰۰ داخلي او بهرنیو ګرځندویانو د دغه ولایت له تاریخي سیمو لیدنه کړې ده.
هغه وایي چې له دې ډلې ۲۰۰ ګرځندویان بهرنیان دي چې د دغه ولایت له لرغونو سیمو په ځانګړي ډول د جام له مناره یې لیدنه کړې ده.
نوموړي زیاته کړه چې د امنیت تامینېدل او دغه راز د امکاناتو برابرول د دې لامل شوي څو دغه ولایت کې د ګرځندویانو شمېر ډېر شي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، دغه ولایت کې شاوخوا زر ابدې، تاریخي او لرغونې سیمې موجودې دي چې یوازې تېرو درېیو کلونو کې د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې ۵۲۵ لرغونې سیمې ثبت شوې دي.
بلخوا، د جوزجان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي سیفالدین معتصم وایي چې د ۱۴۰۳ کال کې ۴۷ بهرنیو ګرځندویانو د دغه ولایت له لرغونو، تاریخي او فرهنګي سیمو څخه لیدنه کړې ده.
د جوزجان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس په خبره، ډېری د یونان، چین، انګلستان، امریکا، اماراتو، قطر، ازبکستان، تاجکستان او فرانسې هېوادونو ګرځندویانو د دغه ولایت له تاریخي ابدو او ولسوالیو لیدنه کړې ده.
نوموړی وایي، جوزجان کې ۱۴۲ لرغونې سیمې موجودې دي چې د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارت سره ثبت دي.
بلخوا، یو شمېر بهرني ګرځندویان چې جوزجان ته راغلي د افغانستان، په ځانګړي ډول د جوزجان له لیدنې خوښ دي.
د فرانسې هېواد یوه سیلانۍ فیلیپ چې جوزجان ته راغلې، وایي، افغانستان ډېرې طبیعي ښکلاوې لري او خلک یې ډېر مېلمهپال دي.
هغې وویل: «موږ ډېر ځلي اورېدلي چې ګواکې افغانستان یو ناامنه هېواد دی او له هر څه محروم دی، متعجبه یم چې داسې هېواد ته راغلې یم چې په بهر کې د هغه په اړه ناسم قضاوت کېده، ډېره خوشحاله یم چې راغلم او د دغه ولایت له تاریخي ځایونو مې لیدنه وکړه.»
یو بل ګرځندوی کورنین چې له انګستانه جوزجان ته راغلی، وایي، له ډېر پخوا یې لېوالتیا لرله چې افغانستان ته په چکر راشي او اوس ډاډه دی چې امنیت تامین دی او کولی شي هرې سیمې ته سفر وکړي.
هغه وویل: «ما ډېرو هېوادونو ته سفر کړی، څو کاله مې تصمیم درلود چې افغانستان ته سفر وکړم، خو بالاخره وتوانېدم دا هېواد له نږدې ووینم.»
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP