Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د امېندوارۍ پر مهال د وینې فشار ولې لوړېږي او څرنګه یې درملنه کېږي؟

کابل (پژواک، ۲۴ سلواغه ۱۴۰۳): د نسایي ولادي متخصصین وايي، ځینې میندې د امېندوارۍ په وخت کې د وینې لوړ فشار پیدا کوي چې د مور او جنین د روغتیا لپاره خطر پېښولای شي او د ځینو نښو په لېدو سره مور باید تر مراقبت لاندې وي.

د کابل ښار د ملالۍ زېږنتون روغتون رییسه ډاکټر ملالۍ رحیم فیضي پژواک خبري اژانس ته وویل چې ځینې میندې له امېندوارۍ مخکې د وینې پر لوړ فشار اخته کېږي، خو ځینې بیا وروسته له امېندوارۍ له دې ستونزې سره مخ کېږي او دغه‌ راز ځینې د امېندوارۍ په وخت کې د وینې لوړ فشار پیدا کوي چې د مور او ماشوم لپاره خطر پېښولای شي.

هغه چې د سرګنګسوالی، ډېر خوب کول او د سر درد د یادې ناروغۍ له عمومي نښو څخه بولي، وايي: «د ټولو امېندوارو ښځو لپاره د وینې لوړ فشار خطرناک دی، د امېندوارۍ په ټولو میاشتو کې خطرناک دی او په هر وخت کې بېلې نښې نښانې لري.»

هغې وویل: «د فشار یو ډول چې د امېندوارۍ له تصمماتو څخه بلل کېږي، په یاده دوره کې سره له دې چې مور سر درد او ګنګسیت لري، په سمه توګه څه لېدلی نه شي او په معده کې سخت درد پیدا کوي او دغه‌ راز په پښو او لاسونو کې یې پړسوب هم پیدا کېږي.»

د هغې په وینا، په یاده دوره کې اختلاجي او عصبي حملې رامنځته کېږي چې د ناروغ لاس او پښې شخي پیدا کوي او پر ناروغ حمله راځي، دا سخت ایمرجنسۍ حالت دی چې په دې صورت کې ناروغ باید ژر تر ژره روغتون ته ولېږدول شي.

ډاکټر فیضي د وینې لوړ فشار ټولو کسانو، په ځانګړې توګه امېندوارو میندو ته خطرناک بولي او د زېږون په وخت د میندو او نوې زېږېدلو ماشومانو د مړینې لامل یې بولي، او وايي چې داسې ناروغان باید د ډاکټرانو د جدي مراقبت لاندې وي.

هغې په امېندوارو ښځو کې د وینې د لوړ فشار د رامنځته کېدو اصلي لامل په ډاګه نه کړل، خو زیاته یې کړه چې په دې اړه بېلابېلې څېړنې شتون لري.

نوموړې میندو ته سپارښتنه وکړه چې باید هره امېندواره ښځه د امېندوارۍ په درېیو لومړیو میاشتو کې د نسایي ولادي متخصص ډاکټر ته مراجعه وکړي.

هغې وویل: «که په وخت یوه امېندواره مېرمن موږ ته مراجعه وکړي په همغسې حالاتو کې کولی شو چې د ناروغۍ مخه یې ونیسو، له مور او ماشوم سره مرسته وکړو، که کومه مور موږ ته په ځنډ سره مراجعه وکړي بیا په هغه صورت کې د مور درملنه ستونزمنه وي، که د مور ژوند وژغورو ماشوم له لاسه ورکوو.»

د هغه په خبره، دغه روغتون ته چې هر ناروغ مراجعه کوي، لومړی یې فشار کتل کېږي او که فشار یې لوړ وي په عاجله خونه کې بستریږي.

دغه‌ راز، ډاکټر ملالۍ هغو میندو ته چې د وینې لوړ فشار لري سپارښتنه وکړه چې د غوړو او مالګینو خوړو له خوړلو څخه دې ډډه وکړي.

نوموړې وویل، د وینې د لوړ فشار ستونزې ډېری وخت په ژمي کې ډېریږي؛ ځکه د سړې هوا له امله رګونه تنګیږي او په پایله کې د وینې فشار لوړېږي.

د هغې د معلوماتو له مخې، تېرې یوې میاشتې کې دې برخې ته ۶۰ ناروغانو مراجعه کړې، په داسې حال کې چې په اوړي کې د داسې ناروغانو شمېر ۳۰ کسانو ته رسېده.

ورته مهال، دغه روغتون کې د نسایي ولادي یوې متخصصې ډاکټرې نوریې نوري وویل چې د وینې لوړ فشار ډېری وخت ځوانو میندو کې په لومړۍ امېندوارۍ کې پیدا کېږي او باید میندې د امېندوارۍ پرمهال د ډاکټر تر مراقبت لاندې واوسي.

هغې زیاته کړه چې د انتاناتو موجودیت، د پښتورګو تکلیفونه، ډیابټ، له دخانیاتو استفاده، نامناسب خواړه، روحي فشارونه او ارثیت د دې ناروغۍ د پیدا کېدو لاملونه دي.

دغه‌ راز، د کابل ښار رابعه بلخي روغتون کې د نسایي ولادي یوه متخصصه ډاکټر ناجیه فضلي وایي: «د وینې لوړ فشار کولی شي چې د امېندارۍ پرمهال د مور او ماشوم لپاره یوه مهمه مسله او خطرناکه واوسي او جدي مراقبت ته اړتیا لري؛ د مثال په ډول د وینې لوړ فشار کولی شي د زړه د حملې، مغزي سکتې او کلیوي افت لامل شي.»

د هغې په خبره، ځینې میندې د امېندوارۍ په لومړیو، ځینې په منځنیو او ځینې په وروستیو درېیو میاشتو کې له لوړ فشار سره مخ کېږي چې له زېږون وروسته یې فشار کنترولېږي او عادي حالت ته راګرځي.

هغې زیاته کړه، هغه مور چې له امېندواره کېدو څخه مخکې لوړ فشار لري، د امېندوارۍ په جریان کې هم لوړ فشار لري چې د وینې مزمن لوړ فشار په نوم یادېږي او د درملو په واسطه یې درملنه کېږي.

نوموړې وویل، د سردرد او زړه‌بدوالي ترڅنګ د پښو پړسوب هم د امېندواره مېرمنو د لوړ فشار نښې ګڼل کېږي چې ځینې وخت مور او نوي زېږېدلي ماشوم لپاره خطرناکه ثابتېدای شي.

هغه هم سپارښتنه کوي چې مور باید د امېندوارۍ پر مهال د ډاکټر تر څارنې لاندې وي، ورزش وکړي او بېلابېل ویټامین‌لرونکي خواړه وخوري.

د هغې په خبره، هره میاشت څه باندې ۲۰۰ پر لوړ فشار اخته کسان د یاد روغتون بېړنۍ برخې ته مراجعه کوي.

لوړ فشار لرونکې میندې

د کابل ښار د قلعه زمان خان اوسېدونکې حبیبه چې خپله ایندرور یې د معاینې لپاره کابل ښار کې ملالۍ روغتون ته راوستلې، ویې ویل چې ناروغ یې لوړ فشار لري.

هغې زیاته کړه: «زموږ د ناروغ نهمه میاشت ده، کور کې یې فشار ناڅاپه لوړ شو، حمله پرې راغله، لاسونه او پښې یې کاږه شول، او روغتون ته مو راوړه.»

د کابل ښار اوسېدونکې ۲۳ کلنه طیبه چې یوه ورځ مخکې یې ماشوم زېږېدلی او اوس په رابعه بلخي روغتون کې بستر ده، وايي: «مخکې مې هېڅ لوړ فشار نه درلود، فشار مې برابر و، نن سهار ډاکټرانو معاینه وکړه، ویې ویل، فشار دې لوړی دی او اوس تر درملنې لاندې یم.»

دغه‌راز، بیګم چې ۴۰ کاله عمر لري او یوه ورځ مخکې یې ماشوم د عملیات له لارې زېږېدلی، وویل چې د زېږون پر مهال یې فشار لوړ شوی و او د ځان او ماشوم ژغورلو لپاره یې عملیات شوې ده.

هغه چې اوس‌مهال سردردي او معده دردي لري، په رابعه بلخي روغتون کې د ډاکټرانو تر درملنې لاندې ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.