کابل (پژواک، ۲۵ سلواغه ۱۴۰۳): د کورنیو چارو وزارت ویاند وایي، کابل ښار کې د کور او ښارجوړونې وزارت کې چاودنه شوې ده.
د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه چاودنه نن له غرمې مخکې شوې او په اړه یې جزییات وروسته له رسنیو سره شریک کړي.