Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د جسد پېژندنه کې تېروتنه؛ حیات‌الله ژوندی کور ته راستون شو، کورنۍ یې د بل سړي مړی ښخ کړی

میمنه (پژواک، ۲۵ سلواغه ۱۴۰۳): د فاریاب په ګرزیوان ولسوالۍ کې شاوخوا درې اونۍ مخکې یوې کورنۍ د یوه کس جسد چې د خپلې کورنۍ د غړي ګومان یې پرې کړی و، خاورو ته سپارلی، خو څو ورځې وروسته هغه کس چې ګومان کېده مړ شوی، ژوندی کور ته راغی او خلک یې حیران کړل.

یو ويډیويي کلېپ چې پژواک خبري اژانس ترلاسه کړی، ښيي چې د فاریاب د ګرزیوان ولسوالۍ د زنګ کلي خلک د حیات‌الله له راتګه چې ګومان کېده مړ شوی، هرکلی کوي.

حیات‌الله چې درې میاشتې مخکې د کار لپاره ایران ته تللی و او له نیولو او بېرته خوشي کېدو وروسته هېواد ته راستون او فایاب ته تللی چې په میمنه ښار کې له نشه‌يي توکو سره د مبارزې پولیسو په دغه ولایت کې د روږدو د درملنې روغتون ته بېولی او بستر کړی یې دی.

د حیات‌الله ورور رحیم پژواک ته وویل چې د میمنې له روغتونه یې د ټلېفوني اړیکې له لارې خبر ترلاسه کړی چې حیات‌الله مړ شوی دی، کوچنی ورور یې عصمت‌الله د میمنې روغتون ته ولاړ او هلته مسوولینو د مړي په جیب کې د تذکرې پر اساس د حیات‌الله په نوم د کس جسد ورته تسلیم کړ.

هغه زیاته کړه: «جسد د میمنې په روغتون کې مینځل شوی او کفن ورته شوی و، عالمانو او سپین‌ږیرو د مړي د کتلو اجازه نه ورکوله او د سیمې د عرف رواج له مخې د تابوت څلورو خواوو ته د مړي خپلوان راټول او ژړاګانې یې وکړې، نږدې زرو کسانو یې جنازه وکړه، د فاتحې مراسم یې ترسره کړل، د درېیمې ورځې او جمعې ختم او خیرات یې تېر شول او نږدې ۱۳۰ زره افغانۍ د خلکو پوروړي شوو، د دعا لپاره تر اوسه خلک راتلل چې حیات‌الله ژوند راغی.»

رحیم وویل چې حیات‌الله ۵۰ کلن دی او لس اولادونه لري او د بې‌وزلۍ له امله د کار کولو لپاره ایران ته تللی، خو سوءتفاهم شوی، د هغه کورنۍ رواني زیان لیدلی او اوس د پور تر بار لاندې ده.

حیات‌الله له پژواک سره خبرو کې وویل چې له ایرانه بېرته را ایستل شوی، میمنې ښار ته راغلی او له نشه‌یي توکو سره د مبارزې پولیسو نیولی او له دې پرته چې د کورنۍ کوم غړی یې خبر وي، ۵۵ ورځې یې د روږدو د درملنې په روغتون کې تېرې کړې.

هغه وایي: «کله چې له روغتون څخه رخصت شوم، له یوه سړکه تېرېدم چې له یوه خپل سره مخ شوم، دی زما په لیدو حیران شو او یو څه فاصله یې ونیوله، له هغه مې پوښتنه وکړه ولې له ما تښتې؟ راته یې وویل چې ته خو مړ وې، موږ دې جنازه وکړه او ښخ مو کړې، څنګه ممکنه ده چې دلته واوسې؟ ما ورته له نشه‌یي توکو سره د مبارزې پولیسو له خوا د نیول کېدو او په روغتون کې بستر کېدو موضوع بیان کړه، دی مې په ډېره سختۍ قانع کړ.»

هغه وویل، په داسې حال کې چې ژوندی دی کورنۍ یې جسد ترلاسه کړی او شاوخوا دوه اونۍ غمجن او پرېشانه وو، ۱۵۰ زره افغانۍ یې په هغه جسد مصرف کړې وې، حیران دی چې څرنګه یې جبران کړي.

یو شمېر د ټولنیزو رسنیو کارونکو هم د یوه مجهول‌الهویه جسد د هغه چا په نوم چې ژوندی دی تسلیمول تر پوښتنو لاندې رواستي او ویلي یې دي چې اوسنيو شرایطو کې ټکنالوژي ټولې ستونزې حل کړې دي، خو اړوندې ادارې څرنګه نه دي توانېدلي هغه تشخیص کړي چې له امله یې کورنۍ دوه اونۍ روحاً ځورېدلې ده.

بلخوا، د فاریاب د عامې روغتیا رییس مفتي فضل هادي فاروق وایي، حیات‌الله له ۱۰ نورو کسانو سره د روږدو د راټولولو په کمپاین کې روغتون ته انتقال کړای شوی او واسکټ یې د یوه پله لاندې پاتې شوی و چې هغه یوه بل روږدي په تن کړی و او هغه کس د سړې هوا له امله د پله لاندې مړ شوی دی.

هغه وویل، د روږدي کس جسد د امنیتي ارګانونو له خوا د روغتون سړې خونې ته انتقالېږي او د مړي د بررسۍ پر مهال د حیات‌الله عرېضه او پېژندپاڼه لاسته راځي چې د هغو اسنادو له مخې، اړوند امنیتي ارګانونه د حیات‌الله له کورنۍ سره اړیکه نیسي.

هغه زیاته کړه، کله چې د حیات‌الله ورور د میمنې روغتون ته راځي، جسد له نږدې ویني او له پرسونل سره مړی مینځي بیا یې خپل ځای ته انتقالوي چې په دې اړه د حیات‌الله له ورور پرته بل څوک ملامت نه دي.

د فاریاب د عامې روغتیا رییس وایي، کوم جسد چې د حیات‌الله په نوم ښخ شوی پېژندل شوی دی.

هغه وویل، هغه جسد د جان‌اغا په نوم د خواجه موسی ولسوالۍ د خواجه ګوهر سیمې د یوه اوسېدونکي و چې روږدی و او کورنۍ یې د انځور په لیدو سره منلی دی چې د جان‌اغا متعلق دی او د هغه په ښخېدو کومه نیوکه نه‌لري.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.