میدانښار (پژواک، ۲۷ سلواغه ۱۴۰۳): د میدانوردګو ولایت مقام وایي، د دغه ولایت په مرکز میدانښار کې د ۱۳ میلیون افغانیو په ارزښت د پېښو پر وړاندې د مبارزې چمتوالي ریاست ته د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې.
د میدانوردګو ولایت مقام په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه ودانۍ د ۱۳ میلیون افغانیو په ارزښت په دوو پوړونو کې پر دوه جریبه ځمکه جوړېږي چې چارې به یې په شپږو میاشتو کې بشپړې شي.
په دې اړه جوړو شوو مراسمو کې د پېښو پر وړاندې د مبارزې چمتوالي ادارې سرپرست ملا نورالدین ترابي ویلي، په ټول هېواد کې په اتو ولایتونو کې د دغه ادارې ریاستونه ودانۍ لري او نور په کرایي ځایونو کې ورځنۍ چارې مخته وړي.
هغه زیاته کړې چې د اوس لپاره په پنځو ولایتو کې د یادې ادارې د ریاستونو لپاره ودانۍ جوړېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP