Language

سږ کال تر اوسه هېواد کې ۲،۴ میلیون برېښنايي پېژندپاڼې وېشل شوې دي

کابل (پژواک، ۲۷ سلواغه ۱۴۰۳): د افغانستان د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د روان کال له پیله تر اوسه هېواد کې څه باندې ۲،۴ میلیون برېښنایي پېژندپاڼې وېشلي او وايي، که بهرني تمویل کوونکي پیدا کړي نو د الکترونیکي تذکرو بیه به ټیټه شي.

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویاند محمدحلیم رافیع پژواک خبري اژانس ته وویل، دې ادارې د روان ۱۴۰۳ لمریز کال له پیله تر اوسه هېواد کې څه باندې ۲،۴ میلیون وګړو ته برېښنایي پېژندپاڼې وېشلې دي.

دی وايي، واک ته د اسلامي امارت له رسېدو راهیسې نږدې ۸،۲ میلیون وګړو ته برېښنايي پېژندپاڼې وېشل شوې دي.

هغه زیاته کړه، د الکترونیکي تذکرو د وېش لړۍ له پیله تر اوسه په ټول هېواد کې څه باندې ۱۵،۲ میلیون وګړو ته برېښنایي پېژندپاڼې وېشل شوې دي.

د یادونې ده چې په افغانستان کې د الکترونیکي پېژندپاڼو وېش د ۱۳۹۷ لمریز کال د غویي میاشتې په ۱۳مه نېټه پیل شوی دی.

خو د یادې ادارې ویاند د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش له درکه د راټولو شوو عوایدو په اړه جزئیات ورنه کړل.

هغه زیاته کړه، دا مهال د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې د الکترونیکي پېژندپاڼو د وېش ۷۴ څانګې فعال دي او دغه‌راز له افغانستانه بهر هم یو شمېر فعال څانګې شته.

د هغه په خبره، د احصایې او معلوماتو ملي اداره توانېدلې چې د روان ۱۴۰۳ لمریز کال په لړ کې په هلمند، میدان‌وردګو، غزني، کندهار او هرات ولایتونو کې د برېښنایي پېژندپاڼو د وېش شپږ نوي مرکزونه فعال کړي.

رافیع د برېښنایي پېژندپاڼو د بیې لوړېدو په اړه وویل، د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د پېژندپاڼو د بیو یوه ارزونه وکړه چې په پایله کې یې د یوې پېژندپاڼې بیه ۵۷۰ افغانۍ کېده خو حکومت اوس هم د هرې پېژندپاڼې په بدل کې ۷۰ افغانۍ له خپلې بودجې ورکوي.

دی وايي، تېر حکومت د الکترونیکي پېژندپاڼو د چاپ په برخه کې بهرني تمویل کوونکي درلودل خو اوس هغوی نشته او که تمویل کوونکي پیدا کړي نو د برېښنايي پېژندپاڼو بیه به ټیټه شي.

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویاند د دې ادارې اړوند اسان خدمت په اړه وویل، دا مهال کابل، هلمند، کندهار او خوست ولایتونو کې د اسان خدمت اووه مرکزونه فعال دي او له لارې یې د نوو برېښايي پېژند‌پاڼو اخیستو، له وېش وروسته خدمات (د برېښنايي پېژپاڼې تعدیل) د زېږېدنې کارت او د مړینې سند اخیستو او کنسولي خدمتونه ترسره کېږي.

دی وايي، کابل ښار کې په منځنۍ کچه د ورځې دوه زره کسان د اسان خدمت مرکزونو ته مراجعه کوي.

هغه زیاته کړه، په نږدې راتلونکي کې به په هرات، بلخ او ننګرهار ولایتونو کې هم د اسان خدمت څانګې پرانیستل شي او په پلان کې ده چې راتلونکی کال په ځینو نورو ولایتونو کې هم دغه څانګې پرانیستل شي.

هغه د اسان خدمت د خدمتونو وړاندې کولو پر پراختیا ټینګار وکړ او ویې ویل، دې موخې ته د رسېدو لپاره په پام کې ده چې کابل کې یو لوی کمپلېکس جوړ شي.

نوموړي د دغه کمپلېکس په اړه د جزئیاتو له ورکولو پرته وویل، د کمپلېکس په جوړېدو سره به له دې لارې خلکو ته د پاسپورت، نکاح‌خط، تحصیلي اسنادو او موټر چلولو جواز وېشلو خدمتونه هم وړاندې شي.

دغه‌راز، د کابل ښار په باغ بالا سیمه کې د اسان خدمت مرکز عمومي مدیر ذبیح‌الله امین صافي پژواک ته وویل، دغه مرکز کې په ورځني ډول په څلورو برخو کې د نوې پېژندپاڼې اخیستو، له وېش وروسته خدمتونه، د زېږېدنې کارت او د مړینې سند اخیستو خدمتونه وړاندې کوي.

هغه زیاته کړه چې دغه مرکز ته د ورځې په منځني ډول ۸۰۰ کسان مراجعه کوي او په نږدې راتلونکي کې کنسولي خدمتونه هم پیل کړي.

د هغه وویل چې یاد مرکز ۴۲ کارکوونکي لري او هره ورځ د سهار له ۸:۳۰ د مازدیګر تر ۳:۳۰ خلکو ته خدمات وړاندې کوي.

په ورته مهال، یو شمېر خلک له حکومته هېواد کې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش د نورو څانګو پرانیستو غوښتنه کوي.

د سنګین امیري په نوم یو کس چې د الکترونیکي تذکرې اخیستو لپاره له ننګرهاره کابل ته راغلی وايي، څلور ورځې مخکې د برېښنايي پېژندپاڼې د ترلاسه کولو په موخه د کابل ښار اسان خدمت څانګې ته راغلی خو لا یې هم برېښنایي پېژندپاڼه نه ده ترلاسه کړې.

دی وايي، ننګرهار کې د برېښنايي تذکرو مرکزونو کې ګڼه‌ګوڼه زیاته ده نو ځکه د هغه د ترلاسه کولو لپاره کابل ته راغلی دی.

هغه له حکومته غواړي چې د افغانستان ټولو ولایتونو کې دې د برېښنایي پېژندپاڼو د وېش مرکزونه زیات کړي څو خلک وکولای شي په اسانه توګه خپلو ولایتونو کې برېښنايي پېژندپاڼې ترلاسه کړي.

معروف چې د تذکرې اخیستو لپاره له فاریابه کابل ته راغلی وايي، دوه ورځې مخکې خپلې مېرمنې ته د الکترونیکي تذکرې اخیستو لپاره د کابل ښار اسان خدمت څانګې ته راغلی او نن یې برېښنايي پېژندپاڼه ترلاسه کړه.

دی هم له حکومته غواړي چې په ولایتونو کې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش مرکزونه ډېر کړي څو خلکو ته د برېښنايي پېژندپاڼو د ترلاسه کولو په برخه کې اسانتیاوې برابره شي.

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د معلوماتو له مخې، دغه اداره هڅه کوي څو د افغانستان په لرې سیمو کې هم خلکو ته د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش خدمتونه وړاندې کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.