Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

مالي کې د سرو زرو یوه کان نړېدو له امله ۴۲ کسانو ژوند له لاسه ورکړی

کابل (پژواک، ۲۸ سلواغه ۱۴۰۳): د راپورونو له مخې، مالي هېواد کې د ځمکې له ښویېدو وروسته په کینیبا سیمه کې د سرو زرو یو کان نړېدلی چې له امله یې ۴۲ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

د سیمې یوه مشر فالایي سیسو کو ویلي:‌ «دا پېښه پرون د شنبې په ورځ شوې ده. ځمکه په هغه ځای کې ښویېدلې ده چې چینايانو په کې کار کاوه.»

د مالي حکومتي چارواکو ویلي چې د دې پېښې او په سیمه کې د کان کېندنې د څرنګوالي په اړه تحقیقات دوام لري.

دا په کابو یوه میاشت کې دویم ځل دی چې په مالي کې داسې پېښه کېږي. د جنوري په ۲۹مه هم د مالي په سوېل کې په کولکورو سیمه کې د ځمکې ښویېدنې له امله څو تنو ژوند له لاسه ورکړ چې ډېری یې ښځې وې.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.