Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پر لبنان د اسرائیل تازه بریدونو کې اتو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

کابل (پژواک، ۲۸ سلواغه ۱۴۰۳): د راپورونو له مخې، اسرائیل د لبنان پر سوېلي برخو تازه بریدونه کړي چې له امله یې درېیو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او پنځه نور ټپيان شوي دي.

د الجزیرې د راپور له مخې، په دغو بریدونو کې د لبنان د اقلیم الطفحه سوېلي سیمه کې یو موټر په نښه شوی چې په کې دوه کسان وژل شوي او د ماشومانو په ګډون پنځه نور ټپیان دي.

راپور کې راغلي، بل برید پر عین قانا کلي شوی دی؛ هلته هم یوه ودانۍ په نښه شوې او یو کس په کې وژل شوی دی.

سرچينې په دې اړه نور جزئیات نه دي خپاره کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.