کابل (پژواک، ۲۸ سلواغه ۱۴۰۳): د راپورونو له مخې، په اتریش کې یوه کس پر خلکو د چاقو برید کړی چې له امله یې یو تن وژل شوی، څلور نور ټپیان دي او د پېښې په تړاو یو تن نیول شوی دی.
د امریکا غږ راپور له مخې، دغه پېښه د اتریش هېواد په ویلاچ ښار کې هغه وخت وشوه چې بریدګر پر خلکو باندې ناڅاپه برید وکړ.
راپور کې راغلي چې په دغه پېښه کې لږ تر لږه یو تن وژل شوی او څلور نور ټپیان دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، د پېښې په تړاو یو ۲۳ کلن سوریایی نیول شوی چې په دغه هېواد کې یې پنا اخیستې وه او د پاتې کېدو قانوني جواز یې درلود.
دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې مخکې د جرمني په مونشن ښار کې هم یوه ۲۴ کلن افغان خلک په موټر ووهل او ۳۷ تنه یې ټپيان کړل.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP