Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

امریکا کې د توپان او سېلابونو له امله ۱۰ کسانو ژوند له لاسه ورکړی

کابل (پژواک، ۲۹ سلواغه ۱۴۰۳): امریکايي رسنیو راپور ورکړی چې د امریکا په څو ایالتونو کې د سېلابونو او توپان له امله ۱۰ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

سي‌اېن‌اېن راپور ورکړی چې یاد سېلابونه په کنتاکي او تنسي ایالتونو کې له سخت ورښت څخه وروسته پيل شوي او اوس هم دوام لري.

د راپور له مخې، د کنتاکي په ایالت کې د شپې د سخت توپان له امله ورانونکی سېلاب راوتلی چې له امله یې لږ تر لږه ۹ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

د کنتاکي چارواکو اعلان کړی چې د ۲۴ ساعتونو څخه په کمه موده کې یې د پلټنې او ژغورنې څه باندې زر عملیات ترسره کړي او سلګونه کسان یې چې د سېلاب له امله بند پاتې وو، ژغورلي دي.

د جورجیا ایالت چارواکو هم اعلان کړی چې په دغه ایالت کې یو کس مړ شوی دی.

د راپور له مخې، تېره ورځ (یک‌شنبه، د سلواغې ۲۸مه) په یادو سیمو کې د اوبو کچه لوړه شوې او کورونه له اوبو لاندې شوي چې ګڼ شمېر یې وران شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې دوه کاله مخکې هم سخت سېلاب د کنتاکي ایالت ځینې سیمې ورانې کړې او د څه باندې ۴۰ کسانو ژوند یې واخیست.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.